IQNA

د شارلی ابدو محکوم کول

د انګلیس د مسلمانانو ړومبۍ وزیر ته د لاسلیکو عریضه

22:53 - February 13, 2015
د خبر لمبر: 2846219
نړیواله ډله: د انګلیس مسلمانانو له اړه د 100 زرو لاسلیکو عریضه د دغه هیواد ړومبۍ وزیر دیوید کامرون دفتر ته وسپارله، چې په کښې د فرانسوی شارلی ابدو شمېری له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم اهانت محکوم کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د ابنا نړیواله خبرونو نه په نقل، د انګلیس مسلمانانو د شارلی ابدو له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم توهین نه ډک کاریکاتور خپرولو باندې د لاریون په شکل کښې محکوم کړو.

د «اکسپرس تریبیون» راپور له مخې، لاریون کونکو د وایت هال منطقه ته نږدې د انګلیس ړومبی وزیر دفتر سره غونډه شوی وو، دوې په لاسونو کښې لوحې پورته کړی وې چې پرې لیکلې وو د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم لپاره اقدام وکړی.

د لاریون کوونکو سازمان د شارلی ابدو په دفتر باندې اسلحه والو برید او د دې خپرووونکی له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله توهین محکوم کړی او دا یی یو غلط اقدام وټاکلو.

د دې راپور له مخې، لاریون کوونکو د ۱۰۰ زرو لاسلیکو مسلمانانو عریضه  د انګلیس ړومبۍ وزیر کامرون په دفتر کښې ورکړه.

http://iqna.ir/fa/News/2826960

captcha