IQNA

لبنان کښې د امام مهدی عج د مور په اړه د ړومبنی انیمیشن تولید

14:30 - April 25, 2015
د خبر لمبر: 3203742
نړیواله ډله: د امام مهدی عج مور نرجس خاتون په اړه ړومبنی انیمیشن، لبنان کښې د آسمانی دینونو تر منځه ګډ سوله ییز ژوند باندې تاکید سره د ایران او عراق په همکاری تولید شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د حسینی مقدس زیارت اطلاع ورکوونکې بنسټ نه په نقل، د دې انیمیشن موده ۷۵ دقیقې ده او د لبنان «کشافة الامام المهدی(عج)» انجمن او د بیروت هنری آثارو تولید کوونکې نړیواله مرکز په همت سره تولید شوی او دوه مؤسسو «هفت سنگ» او و « سلوک افلاکیان» ایرانی او د عراق  سېټی لایټ چینل «فتیة کربلاء»(د کربلا ځوانان) چې حسینی مقدس زیارت سره اړوند لری تولید کښې همکاری لری.

دا هنری اثر چې د امام مهدی مور نرجس خاتون باندې ړومبنی درې ډډی انیمیشن دی، د آسمانی دینونو ترمنځه د ګډ سوله ییز ژوند باندې تاکید لری.

د دې انیمیشن ډېر ښه کیفیت کښې تولید د غربی نړۍ ډېر انیمیشن جوړوونکې په اریان کړی او د غربی هیوادونو کښې مل انډیوالو برابر کوی.

په دې انیمیشن کښې د امام مهدی د مور مبارکې په اړه تاریخی اطلاعات او پېښی نقل شوی او د آسمانی دینونو ترمنځه د ګډ سوله ییز ژوند باندې تاکید لری.

د کربلا ځوانان چینل مشر یاسر الحیدری ټینګار وکړو: دا د عرب او اسلامی نړۍ ډېر مهم اثر شمېرلی کېږی، او دا ړومبنی اثر دی چې د امام مهدی د مور مبارکې په اړه تولید شوی.

هغه زیاته کړه د کربلا ځوانان چینل درې ډډی انیمیشن تولید کښې د انبیاؤ او امامانو علیهم السلام کیسې او د ځوانانو او ماشومانو په حقله نور ټولنیزه کیسو جوړولو ته د ډېر اهمیت قایل دی

همدارنګه عباس شراره د انیمیشن د تولید څارونکې څرګنده کړه: د دې انیمیشن تولید اصلی هدف د ماشومانو لپاره د آسمانی دینونو سره پیژندګلوی ده.

هغه زیاته کړه: مونږ اوس دا توان لرو چې دری ډډی انیمیشن یو ښکلې هدف او پوهنې لپاره تولید کړو او دا اثر د انیمیشن په نړۍ کښې یو هدف لرونکې تولید دی.

 

captcha