قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الفرات نیوز خبری بنسټ نه په نقل، سید عمار الحکیم په دغه محفل کښې چې د بغداد په دفتر کښې پیل شو د رمضان مبارکه میاشت یی د توبه او الله ته بېرته د ستنېدو لار وټاکله او وې ویل: انسان باید په دې میاشته کښې دا فرصت غنیمت شمېر کړی او د الله تعالی په دربار کښې د خپل ګناهګانو بښنه وغواړی.
هغه د داعش په بغداد باندې د حملې پروګرام ته اشارې سره وویل: د آیت الله العظمی سیستانی د جهاد فتوی او د خلکو د هغوی فتوی نه پس وسله په لاس اخیستنه سبب شوه چې داعش ودې نه مخ نیوې وشی او د داعش په بغداد باندې د برید دسیسه یی شنډه شی.
سید عمار الحکیم د داعش قرآن کښې یاجوج او ماجوج سره ذکر کړل او زیاته یی کړه: یاجوج او ماجوج یو وینه څښونکې، ستمګر او د کلتور او تمدن نه لری خلک دې چې په هر ښار او کلی به ورغلل نو د هغه ځې اوسېدونکې به یی قتل، لوټ او ویجاړ کړل او دا کارونه داعش کښې هم څرګنده دی.
د عراق اسلامی ستره شورا مشر دې وینا سره چې دښمن باندې د ګټې لپاره د یو صحیح پروګرام او طبیعی اسباب او شرایط او دښمن سره مخامخ کېدل ته اړتیا لرې، هغه زیاته کړه: الله دې په هغه کسانو چې په خپلو وظایفو عمل کوی رحمت، برکت او نصرت وکړی.
هغه خپل تقریر کښې عراق موجوده حالاتو ته اشارې سره وویل: ای د هغه ځمکې زامنو چې اشغال شوی، خپلې دا سیمې د داعش له قبضه نه ازادولو لپاره په خپل وظیفه عمل وکړی، ای مشرانو له تاسې غوښتنه کوم چې په دې جنګ کښې له خلکو سره شرکت وکړی.
سید عمار الحکیم د خپل تقریر په اخیره کښې وویل: نن، چې هره ګټه وشی نو هر کس دا کوښښ کوې چې دا ګټه په خپل نوم کښې او که ماتې وخوړې نو ټول ترې شاته کېږی خو باید وپوښتلې شی چې ولې د موصل د ماتې مسؤولیت چا په غاړه نه اخیستلو چې نن د هغې د ازادولو نسبت هر کس ځان ته ورکوی؟
http://iqna.ir/fa/News/3321330