همدارنګه د الانبار ولایت غربی ښار «القائم» سیمې خلکو هم د عراق سپوږمکۍ چینل سره خبرو کې وویل: چې ابوبکر بغدادی د عراقی ځواکونو هوایی برید کې سخت ژوبل شوی.
د عراق د جنګ رسنۍ اعلان کړی چې دا عملیات د هوایی ځواکونو دقیق اطلاعاتو نه پس پیل شوی وو.
د دې بیانیه په رڼا کې د ابوبکر بغدادی ګاډو کاروان د «الکرابله» سیمې ته روان وو، چې د عراق هوایی ځواکونو حملې سره مخامخ شو، په دغه سیمه کې د داعش ډلې د مشرانو غونډه پیل کېده.
د عراق هوایی ځواکونو په دغه سیمه کې د داعش اډې هم وویشتلې، چې په دې عملیاتو کې د داعش یو شمېر مشران ووژلې شو. خو ولی ابوبکر بغدادی په مړو کې نشته.
ابوبکر بغدادی تېر مارچ کې هم د هوایی حملو په سبب د الانبار ولایت کې سخت ژوبل شوی وو، چې د هغې نه پس د داعش ډلې د «ابو العلاء العفری» نومی کس خپل مشر ټاکلې او اعلان کړی وو.
http://iqna.ir/fa/News/3384300