IQNA

بغداد کې د عراق قرآنی مشرانو غونډه

0:14 - June 04, 2016
د خبر لمبر: 3480054
نړیواله ډله: د عراق قرآنی موسساتو او ادارو مشرانو او د دغه هیواد د زیارتونو قرآنی مرکزونو د «قرآنی فعالیتونه، د ټولو مسؤولیت» شعار سره یوه غونډه بغداد کې پیل کړه.
بغداد کې د عراق قرآنی مشرانو غونډه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قرآنی خبرونو قاف نه په نقل، دا قرآنی غونډه د عراق شیعیانو اوقاف ادارې سره تړلې قرآن علمونو ملي مرکز په همت او د کاظمین علیهم السلام زیارت دارالقرآن په همکاري بغداد ښار کې پيل شو.

په دې غونډه کې چې په لسم خرداد باندې پیل شو، د عراق قرآنی ادارو او موسسو ځنې مسؤولانو او همدارنګه د دغه هیواد سپېڅلې زیارتونو سره تړلې دارالقرآنونو مشرانو په کې ګډون وکړو.

په دې غونډه کې چې د «قرآنی فعالیتونه، د ټولو مسؤولیت» شعار سره پيل شو، به کې مختلفه موضوعات لکه عراق او بهرنې مشارکت او د مختلفو قرآنی ادارو ترمنځه قرآنی فعالیت کې یووالي باندې بحث او څېړنه وشو.

په دې غونډه کې شتون لرونکو خپلې مشورې او وړانديزونه د دغه ادارو په هکله او د قرآنی فعالیتونه نتیجه ته رسولو او بهترینه نتیجې اخیستلو او هغه دننني او نړیواله توګه باندې وړاندې کول دي، همدارنګه دا غونډه پیل کوونکو په اخیره کې یوه بیانیه هم وړاندې کړه.

http://iqna.ir/fa/news/3503033


captcha