قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «akhbar-alkhaleej.com» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د روس قرآن کریم نړیواله مقابلې له ۱۴ مهر نه د دغه هیواد د مسلمانانو دینی ادارې مشر او د مفتیانو د شورا مشر شیخ راوی عین الدین په څارنه کې د ۳۰ عربی او اسلامی هیوادونو عالمانو او قرآنی قاریانو په شتون کې شورو شوې وې.
د روس د مفتیانو شورا لومړي مرستیال او د دې مقابلو پیل کوونکې کمېټۍ مشر شیخ روشن عباسوف د دې مقابلو د شورو کېدو په مراسمو کې تقریر وکړو.
د روس په هیواد کې د تېرو کالو پر اساس د قرآن کریم نړیواله مقابلې یو کال د قرائت برخې سره او بل کال د حفظ برخې سره ځانګړیتیا لري او هم پر دې اساس تېر کال دا مقابلې د قرائت په برخه کې پیل شوې وې او دې کال د حفظ په برخه کې پیل کېږي، خو ولی داسې ښکاري لکه چې دې کال دا رواج ماتېږي او دې کال دویم ځله به ماسکو د قرائت برخه کې د نړیواله مقابلې کوربه وې.
له همدې امله، د جمهوری اسلامی ایران استازې محمود محمدی نیا چې له دې نه مخکې هم د روس قرآن کریم نړیواله مقابلو په حفظ برخه کې ګډون کړي د قرائت برخه کې به هم شتون ولري.
د روس قرآن کریم نړیواله مقابلې د اروپا په سطح ترټولو ستره قرآنی مقابلې شمېرلې کېږي چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو حافظانو او قاریانو له اړخه لېواله هرکلي ترې کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3649852