IQNA

ایا په پاکستان کښې شیعه توب جرم دی؟

8:33 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481050
نړیواله ډله: په اسلام اباد کښې د پاکستان د محسود قبایلو پرلتې نتیجه ورکړه او باید نتیجه یې ورکړی وای خو د دغه هیواد دشیعه مسلمانانو پرلتې میاشتې میاشتې کیږی دوام لری او هیڅه نتیجه نه ورکوی دا ولې؟

ایا په پاکستان کښې شیعه توب جرم دی؟قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان د« دنیا» ورځپاڼې په قول راپور راکړی دهیواد دطالبانو دپخوانی مرکز یعنی د جنوبی وزیرستان د محسود قبایلو پرلتې چې لس(۱۰) ورځې یې په اسلام اباد کښې دوام درلود پاې ته ورسیدلې او مرکزی حکومت دهغوې ټولې غوښتنې او مطالبې ومنلې او ژمنه یې وکړه چې په یوه(۱) میاشت کښې به د محسود قبایلو په ټولو غوښتنو عمل وکړی .
د پاکستان دلومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سلاکار «امیر مقام» هم وویل لومړی وزیر د محسود قبایلو د غوښتنو دپوره کولو لپاره لیکلی ضمانت ورکړی دی او شاهد خاقان عباسی د پرلتې وهونکو له استازیو سره له کتنې وروسته چې څلور ورځې مخکې وشوه وویل نقیب الله محسود چې د روان میلادی کال دجنورۍ دمیاشتې په دیارلسمه(۱۳) نیټه پولیسو د سیند صوبې په کراچۍ ښار کښې وژلی وو د ملت بچی دی او زیاته یې کړه د کراچۍ د پولیسو لوړرتبه افسر« راو انور» به چې د نقیب الله محسود په وژلې تورن دی او اوس تښتیدلی دی زر ونیول شی او دغه راز په جنوبی وزیرستان قبایلی سیمه کښې به ښخ شوی ماینونه زر شنډ کړې شی او سیمه به له ماینونو پاکه شی او هغو کسانو ته به چې دماینونو په چاودیدا کښې مړ یا ژوبل شوی دی پیسې ورکړل شی .
د ویلو ده چې د پاکستان دجنوبی وزیرستان دمحسود قبیلې یو (۱)ځوان نقیب الله محسود په طالبانو ډلې کښې دغړیتوب په تور د کراچۍ ښار د ملیر سیمې دپولیسو د لوړرتبه افسر راو انور په حکم دپولیسو لخوا وژل شوی او بیا دغه پیښې دپاکستان په ټیلی ویژن چینلونونو او ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو کښې پراخ انعکاس درلود او دسیند صوبې حکومت هم وویل چې نقیب الله محسود بې ګڼاه وو .
دپاکستان سترې محکمې د نقیب الله محسود د ټرور ددوسیې دتعقیبولو حکم ورکړ .
د محسود قبیلې یوشمیر غړیو هم د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې دنقیب الله محسود په وژلې اعتراض کښې پرلتې ووهلې او دولس(۱۲) ورځې یې نه وې تیرې مرکزی حکومت په حرکت کښې ورغی او لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی بالاخره د اعتراض کونکو خبرو ته غوږ ونیوه او دهغوې غوښتنې یې ومنلې او دپاکستان دحکومت دغه اقدام دستاینې وړ دی او باید دغه کار یې ترسره کولای .
خو کاش چې دپاکستان حکومت د ددغه هیواد دشیعه مسلمانانو اعتراضونو او پرلتیو ته هم توجه کولای .
دپاکستان د وحدت مسلمین ګوند مشر علامه راجا ناصر عباس په پاره چنار او ډیره اسماعیل خان ښار کښې د شیعه مسلمانانو په وژلې اعتراض کښې په ځلونو په پنډۍ او اسلام اباد ښارونو کښې پرلتې وهلی .
د علامه راجا ناصر عباس پرلتې چې لوږ تړ یې هم کړی وو دوه()۲ میاشتې دوام درلود او دپاکستان مرکزی حکومت ددغو پرلتیو په اړه نه یوازې کوم مسوولیت احساس نکړ بلکې حکومت په پاره چنار کښې په پرلتې وهونکو ډزې وکړې او یوشمیر کسان یې چې په صلح ایز ډول یې اعتراض کاوه ووژل .
د پاکستان د وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس د لوږ تړ په وجه مرګ ته نږدې شوی وو او هغه ژمنې چې دهغه د دوې (۲)میاشتې لوږ تړ په تیریدا سره له هغه سره شوی وې عملی نشوې او دحکومت ددغو بې پامیو په وجه دی چې څه موده مخکې دخیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان سیمه کښې د معلومو ترهګرو لخوا درې(۳) شیعه مسلمانان ووژل شول .
د دقیقو او باوری شمیرنو پراساس د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان ښار کښې له نولس سوه څلور اتیایم (۱۹۸۴)میلادی کال څخه د ۲۰۱۸ میلادی کال تر لومړیو پورې دمعلومو ترهګرو لخوا کابو نهه سوه (۹۰۰)شیعه مسلمانان وژل شوی دی .
د پاکستان دکرمې ایجنسۍ په قبایلی سیمه او دهغه په مرکز پاره چنار کښې له ۲۰۰۷ میلادی کال راهسې تراوسه کابو درې زره(۳۰۰۰) شیعه مسلمانان د طالبانو او دلشکرجهنګوی ډلو لخوا شهیدان کړې شوی دی .
هغه قاتلان چې دمعلومو تکفیری او ترهګرو ډلو غړی دی نه یوازې په ازادۍ سره ګرځی راګری او دشیعه مسلمانانو پرضد فعالیتونه کوی بلکې دفاروقی او د لدهیانوی په شمول دهغوې مشران دحکومت لخوا په غونډو کښې ګډون ته وربلل کیږی او احترام یې هم کیږی .
د پاکستان دطالبانو ډلې معنوی پلار مولانا سمیع الحق هم د خیبر پښتونخوا صوبې په حکومت کښې خاص احترام لری او دهغه له مذهبی مدرسې حقانیه سره چې د تکفیری او د ترهګرو ډلو ستر مرکز او زانګو ده د خیبر پښتونخوا صوبې د واکمن ګوند دمشر عمران خان لخوا په میلیونونو روپۍ مالی مرستې شوی دی .
د طالبانو معنوی پلار مولانا سمیع الحق همدا اوس د عمران خان د تحریک انصاف لخوا د مشرانو جرګې سینا لپاره کاندید شوی هم دی .
د پاکستان دملی پارلمان لخوا د ترهګرو پرضد تصویب شوی دملی اقدام پلان چیرته دی .؟
د پاکستان دسترې محکمې مشر چې په ډیرو موردونو کښې د تعقیونې لپاره ځانګړی حکم ورکوی د شیعه مسلمانانو په اړه ولې چپ دی .؟
د پاکستان رسنۍ په تیره بیا ټیلی ویژن چینلونه او ټولنیز اینټرنیټ سایټونه ولې د شیعه مسلمانانو پرضد دظلمونو په وړاندې چپ دی ؟مګر شیعه مسلمانان دپاکستان ښاریز نه دی ؟مګر له سیاسی او مالی نظره شیعه مسلمانانو د پاکستان په خپلواکۍ کښې مهم او اغیزشیندونکی رول نه درلود .؟ مګر دپاکستان بنسټګر قائد اعظم محمد علی جناح شیعه نه وو ؟
مګر د پاکستان دهغه وخت ترټولو شتمن سړی راجا صاحب محمود په ۱۹۴۷ میلادی کال کښې خپلې ټولې شتمنۍ حکومت ته ورنکړې او د نوی جوړ شوی پاکستان اقتصاد یې په حرکت کښې راونه ست ؟ نو په پاکستان کښې دشیعه مسلمانانو جرم څه دی چې دهیواد حکومت ، قضایی قوه او رسنۍ ورته پام نه کوی ؟شاید شیعه توب دهغوې جرم دی ؟ دپاکستان شیعه مسلمانان دداعش ترهګرې او تکفیری ډلګې د حملو په مقابل کښې د ائمه اطهارو د سپیڅلیو زیارتونو ددفاع لپاره سوریې ته ورځی په هیواد کښې نیول کیږی او بې درکه کیږی او که چیرې دپاکستان طالبان، لشکرجهنګوی او سپاه صحابه ترهګرې ډلې او دهغوې غړی د سعودی عربستان په مالی مرستې سره له داعش سره د مرستې لپاره سوریې ته ورځی نه یوازې نیول کیږی نه او تعقیبږی نه بلکې احترام یې هم کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i65409

captcha