د ایکنا راپور له مخې، له پاکستان نه، دا ورکشاپ د سند ولایت د جیکب آباد ښار په خدیجه کبری مدرسه کښې پیل کېږي او تر ۲۵ ورځو به ادامه لري.
د سند ولایت سکینه بنت حسین علیهم السلام مدرسې طلبه او مبلغي ښځو ټولنې په دغه ورکشاپ کښې همکاري لري او د مجلس وحدت المسلمین د دغه ولایت عمومي مشر حجت الاسلام دومکی هم په دې کښې شتون لري.
په جیکب آباد کښې د دغه ورکشاپ پیل کولو هدف، د ځوانانو او نوې نسل د اسلامی اصولو په مطابق روزنې او د اهلبیت علیهم السلام تعلیماتو ته وده ورکول اعلان شوي او په دې دوره کښې ګډون کوونکو ته به سند او مقام ترلاسه کونکو ته به جایزې ډالي کېږي.
د لا زیاتو معلوماتو او نوم لیکلو لپاره د خدیجه کبری مدرسې په ادارې وخت کښې اړیکه نیولې شي.
http://iqna.ir/fa/news/3691480