د ایکنا راپور له مخې، له رویترز نه په نقل، د ګانسو محلي حکومت له اړخه په ځوانانو باندې دیني تعلیمات ترلاسه کول د هویي مسلمانانو لپاره د هغوي په ژوند کښې لاسوهنه ده چې هغوي یی د خپل راتلونکې وخت په اړه انديښمن کړي.
ترټولو لویه اندېښنه دا ده چې حکومت ممکنه ده د ګانسو ولایت په شمال غربی کښې دارنګه اقدامات ترسره کړې له که څرنګه یی چې د دغه هیواد د سین کیانګ سترې سیمه کښې د اویغور مسلمانانو په خلاف اقدامات کړي.
د اویغور مسلمانان له کلونو وشو چې د سختو ځپلو او حالاتو سره مخامخ دي، د هغوي په ژوند باندې د پولیسو هر وخت څارنې، د هر قسمه دینی فعالیتونو په صورت کښې د روزنې مرکزونو ته لېږل، د ډی این اي جمع کول او دا رنګه نور اطلاعات را جمع کول هغه اقدامات دې چي د دغه دیني اقلیتي قوم په اړه ترسره کېږي.
د جنوري په میاشته کښې د ګانسو تعلیمي مقاماتو، د چین په نوې کال کښې په ځوانانو او ماشومانو دینی تعلیم ترلاسه کولو باندې بندیز لږولې دي. تراوسه دا هم معلومه نه ده چې دا بندیز به تر کوم وخته ادامه لري نو هم له دې سببه د دغې سیمې مسلمانانو سره اندېښنه ده.
http://iqna.ir/fa/news/3692182