IQNA

د دبی په قرآن نړیواله مقابلو کښې د ۱۰۴ هیوادونو شتون

0:20 - May 15, 2018
د خبر لمبر: 3481207
نړیواله ډله: د دبی قرآن نړیواله مقابلو ۲۲ دوره دې کال د نړۍ ۱۰۴ هیوادونو قرآن حافظان شتون سره پیل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د جی تو دی نه په نقل، د دبی قرآن نړیواله مقابلې پیل کوونکې کمېټه مشر ابراهیم بوملحه په دې اړه وویل: دې کال د ګډون کوونکو شمېر د دې مقابلو تر ټولو دورو زیات دی.
هغه د دبی قرآن جایزه په مقابلو  کښې شتون لرونکې هیوادونو شمېر د دې مقابلو د اعتبار او اهمیت نښه وګڼله.
بوملحه همدارنګه وویل: د دې مقابلو پیل کوونکې کمېټه، یو شمېر داوران له مختلفو هیوادونو نه د دې مقابلې لپاره د داورانو ډله انتخاب کړي ده.
هغه څرګنده کړه: د اماراتو درې قرآن پوهاند هم د ګډون کوونکو نه لومړۍ امتحان اخیستلو لپاره چې په دې مقابلو کښې د ګډون توان لري که نه انتخاب شوي دي.
د پیل کوونکې کمېټه مرستیال سعید حارب هم وویل: د یوویشت دورې به اوږدو کښې تقریباْ تراوسه ۱۷۷۰ کسانو په دې مقابلو کښې ګډون کړي او دې کال د ګډون کوونکو شمېر تر ۱۰۴ رسېږي.
د دبی قرآن نړیواله مقابلې به د رمضان میاشتې له لومړۍ ورځې نه د اماراتو د تقریر کوونکو له اړخه تقریرونو سره او د یو شمېر عربی هیوادونو سره د مصر او عربستان کسانو شورو کېږي.
اصل مقابلې به د رمضان میاشتې له اوومې ورځې نه د دبی صنعت او تجارت په ځای کښې شورو کېږي او د دې میاشتې تر ۲۲ ورځې به ادامه لري.
د جمهوری اسلامی ایران نه د ټول قرآن کریم حافظ محمد رضا زاهدی، په دې مقابلو کښې ګډون کوې.
http://iqna.ir/fa/news/3713823
captcha