د ایکنا راپور له مخې، د النشرة خبرونو نه په نقل، د ترهګرو ګڼو بریدو له کبله په اندونیزیا کښې، د دغه هیواد ولس مشر جوکو ویندو د ترهګرو سره د مقابلې او په دغه هیواد کښې د اسلامی افراط ګري سره د مبارزې کولو لپاره د نوې قانون تصویب کولو غوښتنه وکړه.
هغه یو تلویزیوني چینل مترو ته مرکه کښې تېره ورځ په کلیسا باندې برید ته اشارې سره وویل چې نن ترهګر د پولیسو په مرکز برید کړي چې دا ترهګره اقدامات یی وحشيانې دي.
یادښتونه، تېره ورځ د سورابایا ښار په کلیسا باندې برید کښې څه کم ۱۱ کسان مړه او ۴۰ کسان ټپیان شوې چې داعش د دې چاودنې مسئوولیت په غاړه اخیستلې.
همدارنګه یوه چاودنه د اندونیزیا په سورابایا ښار کښې د پولیسو د مرکز په عمارت کښې شوي چې د اندونیزیا چارواکو د دې په اړه توضیح وړاندې کړو: دو کسانو چې د پوځ جامه یی په غاړه وه د پولیسو په مرکز کښې یی ځانمرګې چاودنه وکړه.
http://iqna.ir/fa/news/3714209