IQNA

په سختو شرایطو کښې د روهنیګیا د کډوالو روژې

0:46 - May 23, 2018
د خبر لمبر: 3481220
نړیواله ډله: د روهینګیا کډوال سره د سختو شرایطو او د ډېرو ستونزو سره سره چې د بنګلادېش په سرحدي کمپ کې ورسره مخامخ دي، د روژې په میاشت کې د اسلام په دغه واجب بیا هم عمل کوي.

د ایکنا راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار ځواکونو او پوځ بریدونه چې له تېر کال شهریور میاشتې شورو شوې وو د روهینګیا په زرګونو مسلمانان کډوال شوې وو.
د روهینګیا مسلمانان سره د سختو او ستونزو چې ورسره مخامخ دي او زیات د خیریه ټولنو مرستو سره د کډوالو په کمپ«کوکس بازار»(د بنګلادېش او میانمار سرحدي سیمه) کښې ژوند کوي، خو ولی همدارنګه د روژې په حکم چې د اسلام له واجباتو څخه دي عمل کوي.
روهینګیایی ماشوم هاشم چې هیله لري د رمضان میاشته به خپل کلې کښې تېره کړي، له فرانس خبر سره مرکه کښې وایئ: ماهی د رمضان په میاشته کښې د افطار اصلي خوراک دې او په دې میاشته کښې کورنۍ یو بل ته هدیه ډالي کوي او د ماخستن لمانځه نه وړاندې او په جومات کښې خلک د ونو د سورې لاندې آرام کوي.
هغه چې ۱۲ کلن ماشوم دی او د کوکس بازار په یوه تله ناست دي، د رمضان میاشتې شورو کېدو سره د هر هغه څه چې بنګلادېش ته کډوال کېدو سره یی له لاسه ورکړي یاده وې او تاکید کوې: مونږ دلته د هدیه اخیستلو توان نه لرو او حتی د ښه خوراک هم نه لرو ځکه چې دا مونږ کور نه دی.
دا روهینګیایی ماشوم ډېر سادګۍ سره د رمضان میاشته په خپل کلې کې تېرولو ته اشارې سره وویل: مونږ د رمضان میاشتې هره شپه کورنۍ سره او ملګرو سره د غوښې او ماهی چې په کال کښې یو ځل پخېږي افطار کوو او د رمضان میاشته رسېدلو سره مونږ په جامو خوشبو لږه وو. خو ولی دلته دا کارونه نشو کولې، ځکه چې نه پیسې لرو او نه دا زمونږ ځمکه ده چې کر پرې وکړو او حتی اجازت نه لرو چې د پیسو لپاره کار وکړو.
یادښتونه، په راخین ولایت کښې په روهینګیا مسلمانانو باندې د میانمار پوځ او بودایی ځواکونو له شهریور میاشتې بریدونو نه ورستو تراوسه تقریباْ ۷۰۰ زره مسلمانان له دغه سیمې بنګلادېش ته کډوال شوي چې دا بریدونه په نړیواله توګه محکوم شوي او د ملګرې ملتونو سازمان دغه بریدونه او حملې د نسل پاکتیا ټاکلې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3715967
captcha