IQNA

د تایلېنډ په مدرسه کښې د حجاب بندیز اوچتول

1:49 - May 24, 2018
د خبر لمبر: 3481223
نړیواله ډله: د تایلېنډ روزنې او پوهنې وزارت د دغه هیواد په پاتانی ولایت په مدرسه کښې زدکړې ترلاسه کوونکې مسلمانانې نجونې ته د حجاب اجازت ورکړو چې د اسلام دین باندې عمل وکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د استریت ټایمز نه په نقل، د ۳۱ اردیبهشت له دوشنبه له ورځې، مسلمانانې محصلانې د دغه مدرسې په کلاس کښې حجاب سره شتون لرلې شي.
د روزنې او پوهنې وزیر مرستیال سوراچت چایوونګ وویل: مسلمانې محصلانې کولې شې چې د مدرسې د قوانینو رعایت او د کومو رنګونو چې مدرسه اجازت ورکوې د هغې رنګونو حجاب هغه رنګه چې دین یی دستور ورکوي په سر کولې شي، مثلا باید حجاب یی سپین یا هغه رنګ چې د مدرسې جامه یی ده په سر کولې شي.
تېره اونۍ د انوبان پاتانی مدرسې مسلمانانو جامې په اړه ډېر شخړې رامنځته شوې وې که څه هم دغه مدرسه د مسلمانانو په سیمه کښې شتون لرې، محصلان له یوې اونۍ نه مخکې اجازت نه لرو چې د په کلاس کښې اسلامی حجاب ولري.
ځنې محصلان د مور پلار په اجازت سره او د مسلمانانو سولې موسسه له مدرسې غوښتنه کړې وه چې په نوې ترم کښې د حجاب اجازت ورکړي، په شورو کښې د مدرسې مشرانو قبول کړه خو ولی بیا له خپلې خبرې ورستو شو.
په ۲۶اردېبهشت ورځ، د مدرسې مشر وویل که کومه یوه اسلامی حجاب سره مدرسې ته راغلله، هغې سره به مخالفت نه کېږي، خو ولی دوه ورځې پس د مدرسې شورا په غونډه کښې د هغه د خبرو مخالفت وکړو او وې ویل په مدرسه کښې حجاب په سره کولو باندې بندیز دی.
خو ولی مور پلار او د بشر حقوق فعالانو تسلیم نشو او د مسلمانانو محصلانو حق اخیستلو لپاره یی هڅې شورو کړي، په اخیره کښې د مدرسې مشرانو سره په ملاقات کښې وویل د دې مدرسې مسلمانانې دا اجازت لري چې د خپل مذهب او عقیدې په مطابق خپل جامه واغوندې.
اعتراض لرونکې مور پلار وایئ چې حجاب لرل د مدرسې قوانینو سره هیڅ تضاد نه لرې او که مدرسې قبول کړې نه وي چې نجونې حجاب سره په کلاس کښې شتون لرلې شي نو هغوي به خپلو هڅو ته دوام ورکولو او تسلیم شوي به نه وو.
http://iqna.ir/fa/news/3716377
captcha