IQNA

د میانمار د حکومت له اړخه ترسره شو

د روهینګیا د بشري حقوقو څخه سرغړونې ترحقیقت رسېدو لپاره د کمېټۍ تاسیس

19:03 - August 01, 2018
د خبر لمبر: 3481376
نړیواله ډله: د میانمار چارواکو د راخین په ولایت کښې د روهینګیا مسلمانانو بشري حقوقو نه سر غړونې په اړه څېړنې کولو او تر حقیقت رسېدلو لپاره د یوې کمېټۍ جوړولو خبر ورکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د رویترز خبرونو نه په نقل، د میانمار د ولسمشر وین مینت دفتر یوه بیانیه ورکولو سره څرګنده کړې: د راخین په ولایت کښې د روهنیګیا مسلمانانو بشري حقوقو نه د سرغړونې تور په اړه څېړنې او په دې اړه حقیقت ترلاسه کولو لپاره د جاپان او د فلیپین دوه ډیپلوماتو او د دوه میانماري وکیلانو د څلور کسانو کمېټۍ جوړه کړي ده.
په دې بیانیه کښې دې ته اشارې سره چې د میانمار دوه وکیلان مخکښې د ملګرې ملتونو سازمان کارکوونکې وو او اوس هم د اقتصادی کارپوهانو په توګه فعالیت لرې، راغلې: دا کمېته به د راخین په ولایت کښې د بشري حقوقو نه سر غړولو او د آراکان(روهینګیا وسله واله ډلو) له اړخه په روهینګیا کښې د نجات ورکوونکې ځواک په توګه بریدونو په اړه به څېړنه کوي.
د بیانیه په ادامه کښې راغلې: د دې کمېټۍ جوړل حقیقت ترلاسه کولو په عنوان د سولې، ملګرتیا، آرامښت او پرمختګ هغه ځنې ملي اقدامات دی چې په راخین ولایت کښې ترسره کول دی.
وایئ: د راخین په ولایت کښې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار د ځواکونو حملې چې له تېر کال شهریور میاشتې نه شورو شوې وې او د روهینګیا ته نجات ورکوونکې وسله والو باندې د حملې په بانه پیل کېدي تراوسه په کښې ۷۰۰ زره روهنیګیایی مسلمانان له دغه هیواد نه کډوال شوي او بنګلادېش ته یی تېښته کړي ده.
د میانمار حکومت له دې نه مخکښې د ځان په اړه د روهینګیا اقلیت د قوم وژلو په اړه تور رد کړي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3734732
captcha