IQNA

په الجزایر کښې د قرآن چاپ بیاکتنې کمېټۍ بیا پیل کوي

12:57 - August 04, 2018
د خبر لمبر: 3481382
نړیواله ډله: په الجزایر کښې د قرآن کریم د چاپی غلطو له خپرېدو نه ورستو، د دغه هیواد اوقاف وزارت «د قرآن کریم په چاپ د څارنې او د بیاکتنې کمېټۍ» بیا پیل کړه.

د ایکنا راپور له مخې، د النهار لبنانی ورځپاڼې نه په نقل، په الجزایر کښې د قرآن کریم د چاپی غلطو سره چاپ شوي نسخې نه ورستو، د دغه هیواد د اوقاف او دینی چارو وزیر محمد عیسی، د قرآن کریم بیا کتنې او په چاپ د څارنې کمېټۍ بیا جوړه کړه.
دی وزارت همدارنګه، په دی وخت کښې فعالو نه غوښتنه وکړه چې د اوقاف وزارت ته مراجعه او اجازت نامه ترلاسه کولو سره خپل فعالیت شورو کړي.
د الجزایر اوقاف وزارت د دې بیان سره چې د بیا کتنې کمېټۍ د غړو د وزیر له اړخه مشخص کېدو نه ورستو خپل کار شورو کوي وویل: هغه کسان چې په تېر وخت کښې یی د نشر او خپرولو په ډګر کښې فعالیت لرلو او اوس یی اجازت باطل شوي دی کولي شي چې یو ځل بیا د اوقاف وزارت سره اړیکه ونیسي او د خپل درخواست په اړه بیا کتنې لپاره غوښتنه وکړي.
همدارنګه د الجزایر اوقاف وزارت له ټولو جوماتونو امامانو او د قرآنی موسساتو او مرکزونو مشرانو غوښتنه کړی چې الحاذق الصفیر نومی قرآنونه چې د ابن الحفصی خپروونکې موسسې خپور کړي د چاپی غلطو له کبله باید راغونډ کړي شي.
دا وزارت همدارنګه، د قرآن مکتبونو او مدرسو استادانو نه غوښتنه کړي چې له قرآن زدکړه ترلاسه کوونکو باندې د دغې نسخې په اړه بندیز ولګه وي.
http://iqna.ir/fa/news/3735584
captcha