د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په پرونیو زخمیانو کښې پنځه مرسته کونکي او ګڼ شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د غزې په تړانګه کښې د (ځمکې د ورځې) په مناسبت د روان کال د مارچ له دیرشمې نیټې څخه د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریون پیل شوی چې لاهم دوام لري. په دې موده کښې د اسرائیلي پوځیانو لخوا پر لاریون کونکو فلسطینیانو باندې په شویو ډزو او بریدونو کښې له یونیم سلو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او اوولس نیم زره زخمي شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75506