IQNA

په کونړ کښې دطالبانو او د داعش ترمینځ جنګ روان دی

23:02 - August 12, 2018
د خبر لمبر: 3481420
نړیواله: په جوزجان ولایت کښې د داعش او د طالبانو ترمنځ په سختو جنګونو کښې د دواړو لورو څه دپاسه درې سوه(۳۰۰) کسان مړه او ژوبل شوي وو .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د کونړ ولایت ځایی چارواکو وویل په ماڼوګی ولسوالۍ کښې نن سهار د داعش ترهګرې ډلې او د طالبانو ترمینځ جنګ پیل شوی او هماغه راز دوام لری .
تراوسه ددغه جنګ د مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی .
داپه داسې حال کښې دی چې څو ورځې مخکې  طالبانو ویلی وو دغه ډله به دافغانستان په ختیځو ولایتونو کښې دداعش ډلې دځپلو لپاره نوی عملیات پیل کړی .
داپه داسې حال کښې دی چې څو اونۍ مخکې دافغانستان په شمال کښې په جوزجان ولایت کښې  د داعش او د طالبانو ترمنځ په سختو جنګونو کښې  د دواړو لورو څه دپاسه درې سوه(۳۰۰) کسان مړه او ژوبل شوی وو.
بل خبر دا چې  د افغانستان په ننګرهار، لغمان، کونړ، غزنی، پکتیا، خوست، وردک، قندهار، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، قندوز او هلمند ولایتونو  کښې په تیرو څلورویشتو(۳۴) ساعتونو کښې د پوځ او د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې څلوردیرش(۳۴) ټروریستان هلاک شوی او ژوبل شوی دی 
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75540
captcha