IQNA

د اربعین زائرانو ننوتلو سره؛

په بصره کښې د قرآنی مرکزونو فعالیتونه شورو شو

11:27 - October 14, 2018
د خبر لمبر: 3481608
نړیواله ډله: د کربلا په طرف د حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام زائرنو د حرکت سره سم، د عراق په بصره ولایت کښې قرآنی مرکزونو خپل کار شورو کړو.
د ایکنا راپور له مخې، د قرآنی ق خبرونو نه په نقل، احمد الشامی  د قرآنی مرکز جوړوونکې کمېټۍ غړې د دې خبر اعلان سره څرګنده کړه: د بصرې ولایت تراوسه د عراق مزارونو او زیارتونو ادارې په همت سره د اربعین زیارت ځانګړې لومړي قرآنی مرکزونو خپل فعالیت شورو کړې دی.
هغه په بصره کښې د قرآن کریم ۲۴ مرکزونو فعالیت ته اشارې سره وویل: دا مرکزونه د ولایت په بېلابېلو سیمو کښې شتون لرې چې د پیدل زائرانو په لار کښې شتون لرې.
الشامی په ادامه کښې زیاته کړه: دا قرآنی پروګرامونه د قرآنی استادانو همکارۍ سره چې د امام حسین علیه السلام د زیارت سره تړون لرې او په دغه ولایت کښې شیعیانو ته وقف دیوان د قرآنی استادانو او همدارنګه د شیعه زیارتونو ادارې سره پیل کېږي.
http://iqnanews.ru/fa/print/3754413
captcha