IQNA

عبدالله عبدالله: لا هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شته

23:52 - February 17, 2019
د خبر لمبر: 3481963
نړیواله ډله: د افغانستان اجرائیه رئیس له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي کتل چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې وشي، یو نمایشي اقدام بللی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې لا هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شته.
ده زیاته کړه:
"دا بحث زما په باور تر نندارې ورهاخوا بل څه نه دی، ځکه د طالبانو مشرتابه په ټول قوت سره د پاکستان په معلومو ادرسونو کې په اعلان شویو شوراګانو کې حضور لري او د طالبانو مرکچي پلاوي هم په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي چې یوه میاشت وخت غواړي، څو له خپلو مشرانو څخه د پېښو په اړه لارښونې واخلي."
ښاغلی عبدالله وایي چې تر اوسه دا ډاډ نه دی ترلاسه شوی چې اسلام اباد به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي که څنګه؟
طالبانو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې د دغې ډلې مرکچي پلاوی د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته ځي او د هغه هېواد له صدراعظم عمران خان سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.
captcha