له العراق نت څخه په نقل، د عراق د صدر جریان مشر په ټویټ کښې خبر ورکړ: د کورونا په خپریدو کښې آسماني پیغامونه پټ دي.
هغه زیاته کړه: لومړی پیغام چې له کورونا څخه یې ترلاسه کولې شو دا دی چې ای د عرب مسلمانانو، په سوریه، یمن، لیبیا او نورو هیوادونو کښې جنګونه بند کړی.
مقتدی صدر څرګنده کړه: که تاسو په نورو رحم وکړی، الله به پر تاسو رحم وکړي او له دې مخکې چې فرصت له لاسه ورکړی او بیا پیښمانه یی، په نورو رحم وکړی.
3887548