ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي نن په یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل ، چې دنیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې له ایران سره سرحدي مشکلات د پوله ایزو مسئولانو په موقعې دخالت سره پاي ته رسیدلي او هڅه کوو ،په راتلونکي کې دغه شان پيښې په راتلونکي کې تکرار نشي .
له سره په یووخت د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد هم پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلی دي په نیمروز ولایت کې پيښه د ناسم تفاهم له امله رامینځةشوي وه او د دو اړو لورو په تفاهم سره حالت کنټرول شوي او د طالبانو مسئولانو ددغه شان پیښو د مخنیوي لپاره لازم دستورات صادر کړي دي
داپه داسې حال کې دي ، چې د ایران د خارجه وزارت ونیدوي سعید خطیب زاده هم پرون ناوخته د افغانستان له نیمروز ولایت سره د ایران دسیستان اوبلوچستان ولایت په سرحدي سیمې کې د نښتې په باب د خپرو شوو خبرونو په اړه ووئیل ، د پوله ساتونکو ترمینځ سرحدي اختلافد سیستان په پوله ایزې حوزې کې د ډزو له امله رامینځةشوی چې د دواړو لورو د پوله ساتونکو په غږملتیا سره موضوع په ښه ډول مدیریّت شوي او پاي ته رسیدلې ده .