IQNA

د اوکراین په ختیځي سیمو کې د روسیې پوځي عملیات پیل شوي

11:34 - February 24, 2022
د خبر لمبر: 3485461
تهران (ایکنا) -د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار وختي ، د دونباس سیمې  د حفاظت لپاره  ددغه هیواد دځانګړو پوځي عملیاتو  د پيلیدا فرمان صادر کړ.

ایکناخبری آژانس د فارس  له قوله راپور راکړ ،دونباس سیمه د اوکراین په ختیځ کې د روسي توکمه اوسیدونکي لري ، او له ۲۰۱۴کال څخه  د دغې سیمې روسانو ،د دونتسک او لوهانک  دوه جمهوریتونه تاسیس کړي او له اوکرایني حکومت څخه ئې خپلواکه ځاي حکومتونه جوړ کړي دي.

الجزیره ټيلیویژني چینل هم راپور ورکړی ،په کی یف او خارکیف کې د اوکراین دپوځ د قوماندانۍ پر مرکزونو هم توغندوي حملې او دغه راز د اوکراین په مختلفو سیمو باندې  دروسیې جنګي الوتکو هم بمبارۍ کړي دي.

 داپه داسې حال کې دي چې د اوکراین دفاع وزارت  د کی یف  دنړیوال هوائي ډګر  له درستو کارکونکو او مسافرانو دخالی کیدا خبر ورکړی  او د غه راز ئې وئيلي دي،د روسیې  دسمندري ځواک جنګی بیړیو هم په آزوف و اودسا سمندر کې د هیلي برن ځواک عملیات هم پیل کړي دي .

له دې سره په یووخت د روسیې دفاع  وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،د روسیې پوځي عملیات به له ښارونو پرته وي او عمومی ځایونو ته به هیڅ تاوان ونه رسوي .

وروستی راپورونه ښئ چې  د امریکا ولسمشر جوزف بایډن چې په همداوروستیو کې ددغې شخړې د پيلیدا لپاره هیڅ  هڅه نه ده سپمولې ، د روسیې د ولسمشر  له خوا ئې د دونباس  کې د ځانګړو پوځي عملیاتو د فرمان د صادریدا په غبرګون کې  وئيلي دي ،نړۍ به روسیه مسئوله وګڼي .  

https://www.farsnews.ir/news/14001205000043/د

captcha