ایکناخبری آژانس د Curiocity، له قوله راپور راکړ ، دغه د خواړو جشنواره چې په ټورنټو ښار کې پځپل ډول یولومړنۍ اقدام دی ، د کینیډا د خواړو لومړنۍ برخه ده چې په وروستیو اتو اونیو کې د کینیډا کې په اتو ښارونو کې ترسره کیږي .
د ټونټو د نایټ مارکیټ د خبرتیا په اساس ،په دغې جشنوارې کې د خوراکي موادو دمختلفو پلورځایونو شیان او همداراز غیر الکلي لبینات او دڅښلو شیان هم وړاندې کیږي .
په دغو دستورو کې د خنځیر غوښه نه شاملیږي او ویل کیږي ، چې درست خوراکي مواد یعني ټول ټال شل آيټمونه حلال آيټمونه دي .
دغې جشنوارې ته ورتلل په بشپړ ډول وړیا دي او هر څوک پکې خوراکونه کولی او پکې ګرځیدلی شي .