ایکنا خبری آژانس د اردو برخې له قوله راپور راکړ،د رضوي حرم د غیر ایرانیو زیارتوالو د چارومسئول حجةالاسلام سید محمد ذوالفقاري په یولړڅرګندونوکې ووئيل، د اسلامی انقلاب ستر لارښود دنوي کال په مناسبت د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې له څو کاله ځنډه وروسته د زیارتوالو اوخادمانوپه ټول کې وینا کوي او بهرنیو زیارتوالو لپاره چې له دغې مهمې وینا استفاده وکړي، په څلورو ژوندیو ژبویعني،عربی،انګریزي،آذري او اردو دغه لائيو وینا په هماغه وخت ژباړل او وړاندې کیږي.
د رضوي حرم د غیر ایرانیودچارودغه مسئول ووئيل، غیر ایراني زیارتوال ددغې وینا د آوریدو لپاره دارلترجمې دفتر او غدیر هال ته په ورتلو سره استفاده کولی شي.
حجةالاسلام ذوالفقاري دغه راز زیاته کړې ده ،د وینا په موقعه په انګریزي ،عزبی ،آذري او اردو ژبو باندې ژباړه به د ماهرو ژباړنو په وسیله د ؛شکوه دیدار ؛په عنوان سره ترسره شي.