IQNA

افغانانو ته دې د ویزو په صادریدا کې د فساد مخه ونیول شي

6:32 - July 16, 2023
د خبر لمبر: 3487636
ایکنا-(تهران)  د پاکستان د ولسی جرګې د بهرنیو اړیکو کمیشن د افغانستان ښاریزو ته د ویزو په صادریدا کې د فسادپه اوج او تور بازار باندې په سختو نیوکو سره وائي چې د افغانانو لپاره د ویزو صادرول یوه حساسه موضوع ده چې باید  په لومړنی فرصت کې ورباندې ارزونې وشي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د پخواني حکومت  له نسکوریدا وروسته افغان ښاریز  د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره باید کابو له دوو تردرو میاشتو پورې  انتظار وکړي. په عین حال کې  وئيل کیږي،  په تور بازار کې له ۲۴ساعتونو هم په کم وخت کې  دپاکستان ویزه  له اتو سوو ،تر یو زر دوه سوه ډالرو  په بډو رشوتونو سره وړاندې کیږي  او  دلالان  ددغو پیسو  په بدل کې ویزه ورکوي.

 د پاکستان د ولسی جرګې د بهرنیو اړیکو کمیشن د افغانستان ښاریزو ته د ویزو په صادریدا کې د فسادپه اوج او تور بازار باندې په سختو نیوکو سره وائي چې د افغانانو لپاره د ویزو صادرول یوه حساسه موضوع ده چې باید  په لومړنی فرصت کې ورباندې ارزونې وشي.

ددغه کمیشن  په غونډې کې همداراز ټينګار شوی دی ، په دې زمینې کې هرډول ځنډ  کمیشن مجبوروي  څو د خارجه چارو او د کورنیو چارو وزارتونو  او د فیډرل څيړنیزې  ادارې په ضد  جدي اقدام وکړي.

 په کابل کې د پاکستان د سفارت یوې خبرې سرچینې وئيلي دي ، له یوې اونۍ زیات وخت کیږي  چې  دافغانانو لپاره له دغه وزارته ویزو صادریدا بند شوې ده .

دپاکستان د ولسی  جرګې دبهرنیو اړیکو کمیشن   له دې مخکې هم په کرتو  افغان وګړو ته د  ویزو په صادریدا کې د تور بازار په باب سخته اندیښنه ښودلې او  جدي نیوکې ئې پرې کړي دي .

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135744

captcha