IQNA

په پاکستان کې د فلسطیني ولس په ملاتړ کې د روژتیانو ستره غونډه جوړه شوه

13:40 - March 27, 2024
د خبر لمبر: 3488949
د پاکستان روژتي ملت  او په زرګونو  اجتماعي فعالانو په اسلام اباد کې په غونډیدا سره  د فلسطینیانو په تیره بیا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد  د وحشي صهیونیسټي رژیم  د نسل وژونکو  حملو او  جنایتونو  په دوام پخپل اعتراض  سره د فلسطینیو مظلومو خلکو په تیره بیا د  ښځو او ماشومانو  بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

ایکنانیوز د ایران پریس  له قوله راپور راکړ،په دغې غونډې کې ګډون کونکو  د فلسطنییانو په تیره بیا دغزې تړانګې د مظلومو خلکو  په ضد د نسل وژونکي جنایتکار صهیونیسټي رژیم  د حملو او جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو چپتیا یو د نه توجیه وړ  اقدام وباله او دغزې تړانې  مظلومو خلکو سره د مرستو لپاهر ئې د عملی او جدي اقداماتو د غوره کولو غوښته وکړه.

په دغې غونډې کې ګډون کونکو  همداراز د  دپاکستان له  حکومته وغوښتل  په پاکستان کې ددغه وحشي رژیم  د ملاتړو هیوادونو د سفیرانو  په احضارولو سره دې  په  غزې تړانګې کې د صهیونیسټي جعلی رژیم  د جنایتونو ددریدا لپاره  خپل رول ولوبوي .

په عین حال کې د پاکستان د ولسی  جرګې مشر ایاز صادق  د سویس په جینوا کې د نړیوالو پارلیمانونو د   اتحادئې  په یو سل اته څلویښتمې غونډې کې پخپلې وینا کې د غزې تړانګې د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټي رژیم  دجنایتونو دوام  دتش په نامه متمدنو  هیوادونو  او دد تیریګر رژيم د ملاتړو د څيرې رسوائي وبلله او وې وئيل، د غزې د خلکو د نسل وژنې په وړاندې د دنیا چپتیا  دعدالت  د نړیوال  نظام  او سولې پر مخ یوه درنده څپيړه ده.

https://farsi.iranpress.com/ 

captcha