ایکنا نیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ،د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په جشن کې چې د حضرت عباس علمدار علیه السلام دحزم په باب قبله صحن کې ترسره شو ، دعراق یو شمیر مسئولانو او شخصیّتونو او همداراز د خلکو مختلفو پرګنو وګړو پکې شتون درلود.
دغه جشن د حضرت عباس علمدار(ع) د حرم د قاري محمد الرکابی په وسیله د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو په تلاؤت سره پیل شو وا وروسته د عباسی آستان ددینی چارو د برخې مشر شیخ صلاح الکربلائي په یولړ څرګندونو کې حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام نیکمرغه میلاد په مناسبت درست اسلامی امت او د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته مبارکي ووئیله.
الکربلائي همداراز د خپلې وینا په یوې برخې کې د دوهم امام د ژوند دځينو مرحلو او د هغه بزرګوار د غوره اخلاقو او همداراز د هغو مصیبتونو اوسختیو په باب چې پخپل ژوند کې ئې زغملي ، خبرې وکړې.
هغه د خپلې وینا په پاي کې د آيت الله سیستاني فتوا ته د عراقي مبارزانو په لبیک وئيلو او له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره د مقابلې لپاره د دوي اتلوالۍ وستایلې.
ددغو دستورو په دوام کې د اهل بیت علیهم السلام مدحه کونکو شاعرانو د حضرت امام حسن مجتبی او اهل بیت علیهم السلام په شان او مدحه کې خپل په زړه پورې شعرونه وړاندې کړل او په پای کې هم د امام حسن علیه السلام د نیکمرغه میلاد د سیالۍ ګټونکو ته چې د عباسي آستان له خوا ترسره شوې وې ، جایزې ډالۍ شوې .