IQNA

د روژې د مبارکې میاشتې نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي

5:42 - April 10, 2024
د خبر لمبر: 3489026
ایکنا - د  ایکنانیوز  درست کارکونکي په دې نیکمرغه مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې  د اختر مبارکي وړاندې کوي.

د نړۍ مسلمانانود روژې د مبارکې میاشتې  د روژو په ساتلو پسې بلاخره نن  تقریبا په درستې نړۍ کې د نیکمرغه اختر دستورې په پرتم او ولولې سره لمانځي او  په جوماتونو او نورو عبادتځایونو کې د  خپل پروردګار په درګاه کې  داختر دلمانځه په لیکو کې په دریدا سره یو ځل بیا د خپل عاقبت بخیري التجا کوي  او  دغه راز په درستې نړۍ کې  د  اسلامی امت د یووالي او  او دغه راز د نړۍ د مظلومانو او مستضعفینو په تیره بیا د  فلسطین د غزې  او لبنان   د مظلومو مسلمانانو د مظلومیّت چغو ته په لبیک وئيلو سره  له دوي سره خپله خواخوږي او پیوستون اعلانوي.

راپورونه ښئ چې  نن  په ایران، پاکستان ،عربستان ،درست عرب هیوادونه ، افغانستان، اروپائي هیوادونه ،ځیني افریقايي هیوادونه ،آسیاي هیوادونه   او تقریبا په درستې نړۍ کې زیاتره مسلمانان  د روژې د مبارکې میاشتې  نیکمرغه اختر لمانځي  او د روژې دمبارکې میاشتې د روژو په ساتلو پسې  ئې جایزه ترلاسه کوي.

اختر مو مبارک شه - YouTube

درست مسلمانان  نن   دخداوندمتعال په درګاه کې په صفونو کې په دریدا سره د اسلامی امت  دیووالي ،عاقبت بخیري او د مقاومتي مبارزانو د فتح او تصرت دعاګانې  کوي.

د  ایکنانیوز  درست کارکونکي په دې نیکمرغه مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې  د اختر مبارکي وړاندې کوي.

 نیکرغه اختر  مو  مبارک او بختور شه.

captcha