ایکنا-(اسلام اباد) په پاکستان کې نن د محرم دمیاشتې لومړئ نیټه ده،داسې میاشت چې په دغه هیواد کې مسلمان ولس داهل بیت علیهم السلام په مینې او د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو د شهادت په غم کې ویر او ماتم کوي او دغه میاشت د پاکستانیانو پشمول د درستو مسلمانانو لپاره له ظلم سره د مقابلې د کلتور د دودولو او د سولې او وحدت د پیغام خورونکي ګڼي .
د خبر لمبر: 3487659 خپرونې تاریخ : 2023/07/20
ایکنا-(تهران )د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران ملت او هغو ټولو ملتونو ته چې نوروز اختر لمانځي د نوروز عید په مبارکۍ ویلو سره په تیر کال کښې د ایران تر ټولو مهمه مسله د خلکو اقتصاد او معیشت وباله او په دې خبرې ټينګار سره چې روان کال هم اقتصاد د ایران اصلي مسله ده د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال شعار د انفلاسیون کنټرولول او د تولید وده اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3487065 خپرونې تاریخ : 2023/03/21
ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبري بسیج د حق د کلمې د لوړتیا ااو کفر،شرک او باطل د کلمې د نابودۍ لپاره د ارواښاد لارښود او د ټولنې له ولي سره یو مجاهدانه او مومنانه منظم شوی حرکت وباله او وې وئيل، په دغه تعریف سره د بسیج،مفهوم،بسیجي تفکر ،کلتور او د بسیج امتحانونه قرآن او داسلام د ګران پيغمبر (ص)سیرت ته په مراجعه کولو سره درک کولی شو.
د خبر لمبر: 3486506 خپرونې تاریخ : 2022/11/25
دبیت الله الحرام حاجیانو ته د مسلمانانو دولی امر پيغام
ایکنا-(تهران ) دمسلمانانو ولی امر د حج په مناسبت پخپل مهم پیغام کې وفرمائيل ؛ د مسلمانانو وحدت د حج له دوو اساسي ستنو یوه ستنه ده چې کله له ذکر او معنویت سره -چې د دغه راز او رمز لرونکې فریضې بله اساسي ستنه ده -یو ځای شي نو اسلامي امت د عزت او نېکمرغۍ اوج ته رسولی او هغه د «وَ لِلَّهِ العِزَّةُ وَ لِرَسولِهِ وَ لِلمُؤمِنين» مصداق ګرځولی شي. حج د دغه دوو سیاسي او معنوي عناصرو ترکیب دی: او د اسلام مقدس دین د سیاست او معنوی یوه برمناکه او عظیمه ګډوله ده.
د خبر لمبر: 3485967 خپرونې تاریخ : 2022/07/08
تهران (ایکنا) - آیت الله العظمی سیستاني د سید کلب صادق نقوي د مړینې په اړه خواخوږۍ وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3483843 خپرونې تاریخ : 2020/11/27
تهران (ایکنا) - د فرانس د ولسمشر امانوئل مکرون د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د سپکاوۍ د کاریکاتور په تایید کې څرګندونې، د نړۍ د ټولو مسلمانانو غوسه راپارولي، په هم دې اړه حضرت آیت الله خامنه اي د فرانس ځوانانو ته یو وړوکۍ پیغام صادر کړی.
د خبر لمبر: 3483752 خپرونې تاریخ : 2020/10/29
تهران (ایکنا) - د کارپوهه، فعالو او امانتدارو نمایندګانو پارلیمان به د چارو په سر کښې وي
د خبر لمبر: 3483185 خپرونې تاریخ : 2020/05/27
تهران(ایکنا) - د اسلامي انقلاب معظم رهبر له کورونا څخه د مخنيوي او ورسره د مبارزې لپاره د ايران د روغتيا د د وزارت د هلو ځلو په قدرونې سره د بيمارۍ له پراختيا څخه د مخنيوي لپاره د ايران د ملي کمېټۍ او د روغتيا د وزارت د تدابيرو په لازم الاجرا والي باندې تاکيد وکړ.
د خبر لمبر: 3482900 خپرونې تاریخ : 2020/03/16
نړیواله ډله: د قرآن کریم د تلاوت فن او د تجوید احکام د زدکړې د هرې اونۍ د جمعې ماښام په الکوثر کلتورې موسسې کښې د هالنډ په لاهه ښار کښې پيل کېږي.
د خبر لمبر: 3481612 خپرونې تاریخ : 2018/10/16
نړیواله ډله: د داعش ترهګرې ډلې په خپلې یو ویبپاڼې کښې، د افغانستان په مرکزي ښار کابل کښې د نن سهارنۍ(۵ اسفند) چاودنې مسؤولیت ومنلو.
د خبر لمبر: 3481071 خپرونې تاریخ : 2018/02/24
نړیواله ډله: د قرآن کریم حفظ، قرائت او تفسیر مقابلې د تګزاس ولایت په دالاس ښار د امریکایی مسلمانانو کلنی غوندې دیارلسم کانفرانس سره په څنګ کې پيل کېږي.
د خبر لمبر: 3480481 خپرونې تاریخ : 2017/04/18
نړیواله ډله: د قطر بشري حقوقو ملي کمېټې(NHRC) د تیونس په ښار کې د بشري حقوقو او د عزتمنده انسانانو په ژوند کې د اسلام او قرآن احترام څرګندولو په هدف د عربی او اسلامی خطاطۍ یو نندارتون د تیونس په مرکز کې پیل کېږي.
د خبر لمبر: 3480477 خپرونې تاریخ : 2017/04/17
نړیواله ډله: د میانمار په «آراکان»(راخین) ولایت کې د نورو خواوو سره د خبرو اترو لومړۍ غونډه پرون ۱۴ دی میاشتني باندې په قاهره کې د مسلمانانو پوهاندو شورا په حمایت او څارنه کې شورو شوه.
د خبر لمبر: 3480342 خپرونې تاریخ : 2017/01/04
د پلاربللی ډایرکټر:
نړیواله ډله: فرانسیس فورد کوپولا، د آمریکایی نومیالی ډایرکټر وویل: اسلام د رحمت او سړی سینی دین دی او د قرآن کریم آیاتونو شروع له رحمت کلمه سره شروع کېږی.
د خبر لمبر: 3461880 خپرونې تاریخ : 2015/12/10
ولسمشر په یو پیغام کښې امیر کویت ته:
سیاسی ډله: د کویت امام صادق علیه السلام جومات باندې د ترهګرو ډلې حمله محکوم کولو په حقله ډاکټر روحانی د کویت امیر ته خپل پیغام وړاندې کړو چې په کې څرګنده کړه: د تکفیرې ډلو د اسلام خلاف هدف د رمضان میاشته او د الله د امن کور کښې چاودنه د اسلام بدنامول، مسلمانانو کښې ډله ډلبندی او مسلمانان ورور وژنې ته تحریک کول دی.
د خبر لمبر: 3321156 خپرونې تاریخ : 2015/06/29
نړیواله ډله: نجف اشرف کښې د شیعیانو دینی مرجع آیت الله العظیمی سیستانی یو پیغام کښې د کویت ولس ته خپلې وینا کښې د هغې په هیواد امام صادق علیه السلام جومات باندې د تکفیری ترهګری ډلې ناروا حمله محکوم کړه.
د خبر لمبر: 3321155 خپرونې تاریخ : 2015/06/29
نړیواله دله: اسلامی نړۍ کښې د حضرت مریم سلام الله علیها سپېځلی نوم باندې د ړومبنی جومات د «السیدة مریم العذراء» په نوم د شام په طرطوس ښار کښې پرانیسته وشوه.
د خبر لمبر: 3312892 خپرونې تاریخ : 2015/06/10
سیاسی ډله: حضرت آیت الله خامنه ای د ۱۳۹۴ کال شروع کېدو په مناسبت سره د ایران ملت او نور هغه ملتونو ته چې د نوروز ورځ ته په درنښت ګورې د نوروز او نوې کال شروع کېدو مبارکې ورکړی.
د خبر لمبر: 3036062 خپرونې تاریخ : 2015/03/25
بهرنی څانګه: بلغارستان کښې مسلمانانو او د اسلام په خلاف توکمپالنه حملې چې ورځ تر ورځه په دغه هیواد زیاتېږی محکوم کړی.
د خبر لمبر: 2921397 خپرونې تاریخ : 2015/03/03
نړیواله ډله: د اسلامی مرستې سازمان خبریال د دې سازمان غړی اسلامی هیوادونو او په ټوله نړۍ کښې د ترهګری او د افراطی ډلو سره مقابلې لپاره د کړنلاره تدوین کولو خبر ورکړی.
د خبر لمبر: 2866402 خپرونې تاریخ : 2015/02/18