IQNA

د بلوچستان په بوري سیمه کې د ځانمرګي بريد مخه ونیول شوه

0:10 - October 20, 2019
د خبر لمبر: 3482451
نړیواله ډله: د بلوچستان په ناامنه بوري سيمه کې امنيتي سرتېرو د ځانمرګي بريد مخه نيولې او دوه وسله وال وژل شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،  د بلوچستان د نا امنه بوري يا لورالايي سيمې پوليسو د شنبې په ورځ ويلي، چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې د يوې انتحاري حملې مخه نيولې، د ځانمرګي بريدکوونکي په شمول دوه وسله وال وژل شوي دي.امنيتي چاوراکي وايي، چې د مليشه ځواکونو سرتېرو پر پوسته په موټرسايکل سپاره کسانو ته  د درېدو اشاره کړې، خو په وينا يې پرځای د دې چې ودري پر سرتېرو ناتاره ‌ډزي یی پيل کړې.
 د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو وسله  وال وژل شوی او بل په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکو ته  انفجار ورکړی.
  په نښته کې دوه د سرحدي ملېشوسرتېري هم ژوبل شوي دي.
چارواکي زياتوي، چې په موټرسايکل سپاره وسله والو په  ځان پورې ځانمرګي واسکټونه  تړلي او غوښتل یې چې په کومه دولتي ودانۍ کې ځانمرګی بريد وکړي، خو په  وينا يې هدف ته  تر رسېدو وړاندې ووژل شول.
د بلوچستان پښتون مېشته بوري سيمه په دې وروستيو کې له نا امنۍ سره مخامخ ده. او د نا امنۍ په يو شمېر پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. د روانې اکتوبر مياشتې په  لومړۍ اوونۍ کې د بوري  سيمې پوليسو او وسله والو ترمنځ د نښتې په نتيجه کې يو پوليس سرتېری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.  او د تېرې جنوري مياشتې په پای کې هم په  ياده سيمه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز بريد شوی وو، چې په نتيجه کې يې نهه پوليس سرتېرې وژل شوي او يويشت  نور بيا ژوبل شوي وو.
http://talwasa.af
captcha