IQNA

د حضرت امام رضا علیه السلام زوکړه دې په ټولو مسلمانانو مبارک وي

7:38 - July 03, 2020
د خبر لمبر: 3483340
نن د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

د رسول الله مبارک په پاکې کورنۍ کښې حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغی.

د ځینو نورو اسلامي هیوادونو په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام د ولادت د کلیزې په شپه او ورځ په مشهد مقدس ښار کښې د دوي د پاک حرم په شمول نورو مذهبي او سپيڅلو ځایونو کښې راغونډیږي او خوشالۍ کوي.

د خوشالۍ نمانځنې په دې مراسمو کښې د امام رضا علیه السلام د لوړ شخصیت په ستانه کښې شعرونه او مدحې ویل او هم داشان د شیرینیو ویشل شامل دي.

مونږ هم د  نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو لوستونکو ته د حضرت محمد مصطفی(ص) په پاکو لمسیانو کښې د امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي وایو.

parstoday.com

captcha