IQNA

په نجف کې د میرمنو قرآني علمونو د زدکړې لومړې مجازي دورې پای

7:23 - February 17, 2021
د خبر لمبر: 3484080
تهران (ایکنا) - د عراقي میرمنو ځانګړې لپاره د قرآني علمونو د زدکړې لومړې مجازي دورې چې د امام علي علیه السلام د حرم د دارالقرآن مرکز لخوا ترسره شوه، ترپای ورسیده.

د دارالقرآن د زدکړې د برخې مشر زمن الابراهیمي د دې دورې په اړه وویل: دا دوره د عراقي او بهرني ۱۰۲ قرآن زدکونکو په ګډون سره له ۲۰۲۰ کال له ۱۵ نومبر تر ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۲۸ نیټې په اونۍ کې له دوه غونډو سره ترسره شوه او تر پای ورسیده.
هغه زیاته کړه: دا دوره د دارالقرآن مرکز لخوا چې د دې پروګرام پر اساس تیاره شوې وه له ټکنالوژي اوزارو او نوې سافټ ویر لکه پاورپواینټ او FCC په استفادې سره د لرې اړیکه نیولو له لارې ترسره شوه.
د قرآن کریم دې استاد وویل: د دې دورې وروستۍ آزمون هم د اینټرنیټ له لارې ترسره شو او د حضرت صدیقة الطاهرة حضرت فاطمه سلام الله علیها د زوکړې په ورځ په دې دوره کې ګډون کونکو میرمنو ته سند او لمانځنه پروګرام تر سره شو.
3954398

captcha