د فلسطین ځنیې فعالانو د الصخره جومات او مسجد الاقصی په انګړ کې د فلسطین او ایران بیرغونه په لاس کې اوچوتولو یو شمیر عکسونه خپور کړې دي.
د فلسطین فعالانو له صهیونیسټ رژیم سره په ورستي جنګ کې د مقاومت د محور په ملاتړ چې د فلسطینیانو په ګټه تمام شو، د ایران د اسلامي جمهوریت په مننه او قدرداني سره د دغه هیواد بیرغ اهتزاز کړ.
له دې مخکې هم د فلسطین مقاومت قوماندان د ایران د اسلامي جمهوریت د مسلمانانو د اصلي ستونزې یعني د فلسطین په مسئلې کې له حمایتونو قدرداني او مننه کړې وه او ایران یې د مقاومت د صهیونیسټو په خلاف دې بریا کې اصلي شریک ټاکلۍ و.
3976119