ایکنا خبری آژانس د هادي ټي وي له قوله راپو راکوي،د هادي ټي وي په یوه پروګرام کې چې په اسلام کې د میرمنو دحقوقو په مناسبت ترسره کیږي،له پاکستانه ددغه چینل یوه لیدونکي پخپل غږیز پیغام کې وئيلي دي،په اسلام کې د یوه بل د حقوقو احترام هاله ممکن دی چې د اسلامی تعلیماتو په اساس سواد ولرل شو .
دغه لیدونکي مولانا نادان خټک ،چې د اهل سنت یوعالم هم دی،پخپل پیغام کې وئيلي دي،که د اسلامی تعلیماتو په اساس په یوه کور کې ښځه او خاوند یا په یوې ټولنې کې باسواده وګړي نه وي نو په هغه کور او یا ټولنې کې به د یوه بل د حقوقو خیال ساتل ډيرمشکل شی، ځکه اسلامی تعلیمات مونږ ته رازده کوي ، چې د اسلامی تعلیماتو په چوکاټ کې باید مونږ د یوه بل دحقوقو څومره احترام وکړو او د نورو په حقوقو تیری او یا ئې احترام نه کول په اسلام کې څومره بد ګڼل شوي دي .
نور تفصیل د مولانا نادان خټک پخپل غږیز پیغام کې په ګډه سره آورو .