د بشری حقوقو دفاع کونکي ادارې دامریکا له ولسمشر جوزف بایډن څخه غوښتي دي ، د مصر او صهیونیسټ رژيم پشمول دبشری حقوقو په خلاف ورزي کونکو دې د وسلو پلورل ودروي .
په واشنګټن کې د بشری حقوقو ددفاعي ادارې نماینده الیسا اپسټیّن ددې خبرې په کولو سره چې د جوبایډن حکومت دخپلې ولسمشرۍ په لنډې مودې کې د وسلو په پلورو له نیوکو سره مخامخ شوی دی ،ووئیل ، دغه حکومت نیّت لري ، دبشری حقوقو په خلاف ورزي کونکو ،یعني فلیپین ، مصر او صهیونیسټي رژيم وسله خرڅه کړي او په جون کې ئې کانګرس ته پر فلیپین هیواد د دوه اعشاره پنځه میلیارډ ډالرو په ارزښت دوسلو د خرحولو لپاره د خپل پروګرام په باب خبرتیا هم وړاندې کړې ده .
اپستیّن ټينګار کړی ، په فرورۍ میاشت کې هم امریکا په مصر د یو سل اوه نوي میلیون ډالرو په ارزښت دتوغندي دخرڅلاؤ پروګرام تصویب کړی او د همدغه کال په مئ میاشت کې هم راپور شوي چې ا مریکا د غزې تړانګې باندې دنیواکګر صهیونیسټي رژيم د وروستیو یرغلونو په شپو ورځو کې په نیواکګر صهیونیسټي رژيم باندې د اوه سوه پنځه دیرش میلیون ډالرو په ارزښت دو سلو خرڅول تائيد کړی دي .
داپه داسې حال کې د ي چې د جوبایډڼ حکومت ژمن شوی و چې د بشری حقوقو موضوع به د امریکا دبهرنی سیاست په سر کې وي .