IQNA

په نجف اشرف کې د ا لغدیر په نامه دقرآني چارو ویبینار ترسره کیږي

21:09 - July 28, 2021
د خبر لمبر: 3484472
تهران(ایکنا) -دغه ویبینار پر :زوم ایپلیکشن سربیره ، د فیسبوک او یو ټیوب ټولنیزو چینلونو له لارې هم په ژوندۍ بڼه خپریږي .

ایکناخبري آژانس  د امام علی ټيلییوژني چینل  انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړی ،  د نجف اشراف د علوي  سپيڅلي آستان  دقرآن کریم  دمرکز مشر احمد النجفي  ددغه ویبینار  کنفرانس په باب  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغه ویبینار  د انټرنیټ له لارې او د ؛ زوم : نومې ایپلیکیشن  له  لارې  ترسره  کیږي  او   په دغه ویبینار کې  به د عراق له داخله اوبهر نورو هیوادنو څخه  په قرآنی علومو کې  متخصص څيړاند ګډون وکړي .  

د دعراق په نجف اشرف کې دعلوي  مقدس آستان   د قرآن کریم  مرکز  د غدیر خم د نیکمرغه اختر د رارسیدو په مناسبت ، د غدیر قرآنی نړیوال ویبینار په نامې سره سیمنار ترسه کوي .

هغه دغه راز وئیلي دي په دغه ویبینار سیمنار کې  به د قرآن کریم   په ارتباط او د غدیر دبیعت  دخاوند یعنی حضرت  امیر المومنین علی ابن ابی طالب علیهم السلام شخصیّت او  ځانګړنو  په زمینې کې   تخصصي بحثونه هم مطرح شي  

ټاکل شوې ده دغه قرآنی ویبینار د ذلحجې دمیاشتې په شلمه نیټه  سهار نهه بجې پیل شي او دیوه مسیحي فیلسوف او متفکر  ډاکټر میشل کعدي  او د بصرې  دپوهنتون  دادبیاتو  دپوهنځي  دعلمی هیّت  دغړی ډاکټر خلیل خلف  او څو نورو متفکرانو په ویناؤ سره پيل  او ویناوال به خپلې مقالې  وړاندې کړي .

3986957

captcha