نن د خالي ورځ د ذی الحجې يا لوے اختر د مياشتې شلمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) څخه د اوم امام، حضرت امام موسی کاظم (ع) د ميلاد ورځ ده.
امام موسی کاظم (ع) د ۱۲۸ هجري قمري کال د ذي الحجې د مياشتې په شلمه نېته د مکې معظمې او مدينې منورې ترمېنځ په الابوا کلي کښې دنيا ته تشريف راوړۀ.
د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په مناسبت دعراق په کاظمین کې دهغه بزرګوار د سپیڅلي حرم انځورونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .