ایکنا خبري آژانس راپور راکړ،هر کال د حسیني اربعین پلی لاریون د عراق له ګوټ ګوټه د کربلا معلی په لور د صفرې د میاشتې له لومړۍ نیټې پلیږي، سږکال هم د روغتیائي پروټوکولونو په اساس دغه لاریون د عراق له جنوبي سیمې بصرې پیل شوی او په لاره کې ورسره نوړه زیارتوال هم یو ځای کیږي څو تر حسیني اربعین پورې ځانونه نجف او کربلا ته ورسوي.همداراز د عراق پولیسو او امنیتي ځواک هم په جلاجلا اعلامیو کې وئیلي دی په درست هیواد کې ئې امنیتي تابیاوې ټینګي کړي ډي او زیارتوال به له کومې اندیښنې پرته په پرتم سره لاریون وکړي.
په دې اړه له بصرې د پیل شوي پلي لاریون تصویري راپور ستاسو خدمت ته وړاندې کوو