ایکناخبری اژانس دحسینی آستان د اطلاع رسونې دویب سایټ له قوله راپور راکړ ، د حسینی مقدس آستان د مشورتي شورا پلانونکي استاد محمد خلیل په یولړ څرګندونو کې ووئیل ددغې شورا د دندو په اساس او دهغه سټراټژيک پروګرام سره سم چې دهغه لپاره پلانونه شوې ده او د حسینی اربعین د زیارت دشپو ورځو رانزدیکیدا ته په پام سره د قرآني مرکز د چارو مشورتي شورا خپله لومړنۍ غونډه د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ د عالی شورا د غړي او دنړیوال قاري او داؤر اوقاضي سعید رحماني او همداراز د قرآنی سیالیو د یوه جج مهدي دغاغه په شتون سره ترسره شوه .
هغه زیاته کړې ، ددغې شورا په لومړنۍ ناستې کې د قرآن کریم دآیتونو له تلاؤت وروسته ، دحسینی اربعین د میلیوني زیارت له رانزدیکیدو سره په یووخت او دغه راز په زیارتوالو کې د قرآڼ کریم د تعلیماتو له خپراوي څخه دښې استفادې سره په یووخت ، سږکال د ترټولو روستیو تیاریانو په باب خبرې اترې وشوې .
خلیل په دوام کې ووئیل ، په هغو فعالیتونو کې چې هرکال دحسینی اربعین په دستورو کې ترسره کیدلی شي ، د علمیه حوزو د تبلیغي پلان په ملګرتیا سره د قرآني کیمپونو جوړیدا ده چې دحسینی مقدس آستان دا څوم کال دی په ترسره کولو کې ئې بریالی عمل کړی دی . همداراز دعملی شخصیّتونو او متفکرانو د یوې ډلې په ګډون سره دویډیوئي کنفرانس له لارې دیوه کنفرانس ترسره کیدا هم په نظر کې شته .