ایکناخبري آژانس راپور راکړ ، په تیرو اونیو کې ممکنه ده یوه موضوع هم په افغانستان کې د طالبانو د بیرته قدرت دترلاسه کولو د موضوع ترحده د نړیوالو خبرونو په سر کې نه وي . له افغانستانه د امریکائي پوځ ناڅاپي او لالهانده وتلو څرنګوالی او د طالبانو په لاس په ډير لنډ وخت کې د افغانستان دپلازمینې نسکوریدا، لامل شوي چې ددغه هیواد دراتلونکي او د افغانستان د ولس دبرخلیک په باب اندیښنې ورځ تر بلې لازیاتې شي . داپه داسې شرائطو کې دي چې له افغانستانه رارسیدلي خبرونه او راپورونه ، ښئ چې طالبانو ډلې د خپلو ژمنو په خلاف یو ځل بیا داسلامی شریعت په اجرا کې سروزي او افراط پالنې ته مخه کړې ده .
د افغانستان د صداي افغان خبر ي آژانس عمومی مدیر او تبیان فاؤنډیشن مشر حجةالاسلام سید عیسی حسینی مزاري په هغو خبرواترو کې چې له ایکنا خبری آژانس سره ئې درلودې ، دکابل هوائي ډګر د وروستیو چاودنو او دناکراریو ددلیلونو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې د ناکراریو په رامینځةکولو کې د امریکائي حکومت او پوځي قوماندانانو رول ته په اشارې سره ووئیل ، هغه وضعیّت چې د کابل په هوائي ډګر کې کتونکي وو ، او د وروستیو اونیو ناکرارۍ او ترینګلتیاوې ، دامریکایانو د دسیو اوسپيرو نقشو له امله دي .که اوس د داعش په نامې سره کوم شی راپنځول کیږي ، او یا که اوس په نورو ډګرونو کې کوم ناخوالي او چیلنجونه رامینځةشوي ددغو ټولو ناخوالو سرچینه امریکا ده .
مزاري روښانه کړې ده ، په ډاډ سره وئيلی شم که طالبان او هغه کسان چې د افغانسان دراتلونکی حاکمیّت جوړوي ، له دغې سترې شیطانې یعني امریکا سره خپله رابطه په بشپړ ډول غوڅه کړي او د استکبارې امریکا دسیاستونو په مقابل کې ودریږي، او د افغانستان په داخل کې د امریکایانو او د دوي د عواملو دلاسوهنې دمخنیوي لامل شي ، نو طبیعي خبره ده چې دحالاتو مدیریّت به وکړائ شي او دغه هیواد ته به سوله اوثبات ستون کړي . په نهایت کې به یو سرلوړی او قدرتمند افغانستان ولري او په نهایت کې به د دغه هیواد په ګاونډیتوب کې دمهمو هیوادونو په توګه له ایران او پاکستان سره اړیکې د افغانستان په ګټه تمامې شي .
حسیني مزاري ټينګار وکړ، که طالبان له امریکا سره د اړیکو په فکر کې شي ، نو ډاډمن دې ووسي چې هیڅ ښه او باثباته وخت به تجروبه نه کړي .