IQNA

پاکستان په افغانستان کې د ټول شموله حکومت دجوړولو په باب له طالبانو سره خبرې پيل کړي دي

21:44 - September 20, 2021
د خبر لمبر: 3484663
تهران (ایکنا) -د پاکستان وزیراعظم د شنګهايي تنظیم د غونډې له ترسره کیدا وروسته د طالبانو له لنډمهاله حکومت سره د خبرواترو د پیلولو لپاره د اسلام آباد د نوي نوښت خبر ورکړی دی

ایکنا خیري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ دپاکستان لومړي وزیرعمران خان پرون وویل چې د افغانستان له طالبانو سره د مذاکرې لپاره یې یو تازه نوښت پیل کړی دی.

هغه په خپل ټویټر کښې ولیکل: د ګاونډي هیوادونو له مشرانو په تیره بیا د تاجکستان له ولسمشر سره له تفصیلي خیراترو وروسته اسلام آباد په افغانستان کښې د هراړخیز حکومت د جوړیدو په موخه له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په ټول شموله او هراړخیز حکومت کښې هزاره، تاجک او ازبک قومونو ته د ونډې ورکولو په لړ کښې له طالبانو سره موافقې ته رسیدلی دی.

د پاکستان وزیراعظم څرګنده کړه: په افغانستان کښې د څلویښتو کلونو له نښتو وروسته د یو پراخ بنسټه حکومت جوړیدل په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات ضمانت ورکولی شي او د دې بهیر دوام د ټولې سیمې د خلکو په ګټه ګرځولی شي.

د ویلو ده چې طالبانو په دې وروستیو کښې یو لنډمهاله حکومت معرفي کړ چې د هزاره په شمول د مختلفو قومیتونو له شتونه خالي دی او د افغانستان خلک یې قهرولي دي.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i105822

captcha