IQNA

په عراق کې له آیت الله سیستاني سره دواټیکان د پاپ دلیدوکاتو په درنښت کې پستي ټکټ چاپ شو

17:45 - September 21, 2021
د خبر لمبر: 3484667
تهران (ایکنا) له ستر دیني مرجع آیت الله سیستاني سره د واټیکان  له پاپ فرانسیس سره دلیدوکاتو د یادونې په مناسبت یو پستي ټکټ ، د وږي دمیاشتې په ۲۹نیټه  په عراق کې چاپ  شو .

  ایکناخبری اژانس  دآناتولي عربی برخې له قوله راپور راکړ،  دعراق د ارتباطاتو د وزارت ویندوي رعد المشهداني  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل ،د عراق دپست عمومی شرکت ،  په عراق کې دله ستر دینی مرجع آیت ا... سید علی سیستاني سره د پاپ فرانسیس  دسفر د وخت او دغه راز د یوه تاریخي ښار په وخت د پآپ  د ځانګړي یادونې په مناسبت  یو پستي ټکټ  چاپ  کړ.

هغه د  دغو ټکټونو له چاپولو موخه  ، په عراق  داخل او بهر کې د دینونو ترمینځ  دسوله ایز او مینه ناک ګډ ژوند تیرول بللي دي .  

پاپ فرانسیس  په تیرمارچ میاشت کې په څلور ورځني سفر عراق ته  په تلو سره  د بغداد ،ذي وقار ، نینوا او اربیل  پشمول د  دغه هیواد یو شمیر ښارونو ته  هم سفر وکړ  او همداراز  ئې په نجف اشرف  کې په شتون سره له ستر دیني مرجع آیت الله سیستاني سره هم خصوصي لیده کاته وکړل .

  عربي هیوادونو ته د پاپ دسفرونو په دوام کې  عراق ته  پاپ فرانسیس سفر ، د دینونو د پيروانو ترمینځ د ګډ ژوند  او د کلتور د پیاوړتیا په خاطر  ترسره شوی دی .

 

https://iqna.ir/fa/news/3998957

captcha