IQNA

قرآن  کریم او زمونږ لارښونه[13]

د خداوندمتعال په پيژندګلوۍکې د قرآن ترټولومهم او بافضیلته آیت

8:22 - June 28, 2022
د خبر لمبر: 3485931
ایکنا-( تهران ) د آیت الکرسي په نامې سره د قرآن کریم یو آیت داسې ځانګړی فضیلت او احترام لري چې دغه ځائيګی د هغه دقیق او لطیف معارف په دلیل  دی چې پکې بیان شوی دی .

د خداوندمتعال په پيژندګلوۍکې د قرآن ترټولومهم او بافضیلته آیتپه مسلمانانو کې آيت الکرسي ډيره مشهوره ده . د رسول الله له قوله یو روایت ذکر شوی دی چې د بقرې سورې 255آیت د قرآن کریم یو ترټولو مهم اوبافضیلته آیت ګڼي .دغه آیت  د اسلام له سرکینو وختونو راهسې آیت الکرسي بلل شوی دی  او پیغمبر هم همدغه عبارت کارولی دی . دغو آيتونو ته ځانګړی احترام د هغه دقیق اولطیف  معارف په خاطر دی چې پکې راغلی دي چې د  هغه خالص توحید عبارت دی چې  د آللهُ لا اله الاهو ؛ ورباندې دلالت کوي  او  له دې سره ددرستو الهی نامو اړوند والی او پیوستون ښئ.

اللهُ لا اله الا هُوَ الحَیُ القیُوم لاتاخُذُهُ سینَةُ وَ لانَوم لَهُ ما فی السَّمَاوَاتِ و مافی الارض مَن ذَا الذي یَشفَعُ  عِندَهُ اُلا بِاءِذنِهِ یَعلَمُ مابیَنَ اَیدیَهُم وَ ما خَلفَهُم  وَ لا یُحِطُونَ بِشیَء مِن عِلمِهِ اِلاَبِماشاءَ وَسِعَ کُرسیَهُ السَّمَاواتِ وَالارضَ وَ لا یَئوُدُهُ حِفظُهُما وَلاَهُوَ العَلِیُ العَظیِم :  خدآي دی چې له هغه پرته بل معبود نشته ؛ژوندی اوتل پاتې دی ،نه ورته سپَک خوب ورځي او نه هم ژور خوب ورځي  هغه څه چې په آسمانونو کې دي  او هغه څه چې په مځکې کې دي ، له هغه لره دي ،څوک دی هغه کس چې د هغه له اذن پرته  د هغه په درګاه کې ئې شفاعت وکړي ؟، هغه څه چې پر هغوي  او  پر هغه څه چې  د هغوي تر شا دي ، پوهیږي  او له هغه څه پرته چې غه ئې وغواړي ، دهغه پر علم څوک مسلط نشي کیدلی .د هغه څوکۍ  او نظر پر ټولو آسمانونو اومځکې خور وور دی  او د هغو ساتل ورته مشکل نه دي  او هغه دی ډير لوي او عظیم .

په دغه آیت کې د خداوند نامه  او د هغه  صفتونه شپاړس ځله مطرح شوي دي ،په همدې سبب آیت الکرسي ، دتوحید د پيغام شعار بلل شوي ده .؛ لاالهَ الا الله ؛د هرمسلمان  لومړنۍ پيژندپاڼه، د اسلام د پیغمبر لومړنی شعار او بلنه  او  ورباندې باؤر، د انسان د نجات او ژغورل کیدا  زمینه ده . په توحید باندې اعتقاد،د انسان په وړاندې درست قدرتونه او جاذبې واړه او سپَک ګرځوي . د توحید تربیّتي آثارو یو مثال همدغه دی چې مسلمانان ، د قدرت د خاوندانو او پاچایانو په وړاندې سجده نه کوي .

د پروردګار د ذات  په باب د ؛ حیات؛ مطلب ، په دې معنا دی چې  هغه نه فناکیږي ؛قَیوُم؛ د خدای تعالی  د هراړخیزوالي او تل پاتیکیدا په معنا دی . ؛لاتاءخُذُهُ سِنّةُ وَ لانَوم ؛یعني دنیا ته دهغه توجه یوه شیبه هم نه ځنډيږي  او  حقیقي مالک ، د هر هغه څه  چې په آسمان اومځکې کې دي ، خداوندمتعال دی . لَهُ ما فی السَّمَاوَاتِ و مافی الارض ؛

دخداي تعالی له اجازت پرته هیڅوک د شفاعت قدرت نه  لري چې  په قدرت او ارادې کې دخداوند کریم په وحدانیّت باندې بیا ټینګار دی . په دې اساس  هرډول بت او هغه موجود چې د خداوندمتعال حاکمیّت کمزوری کولی شي،ورڅخه انکار شوی دی .شفاعت کونکی ، د خداي تعالی د قدرت په وړاندې کوم خپلواکه قدرت نه دی ، بلکې  د هغه په سیوري کې دی  او  د شفاعت مقام هغه چاته حاصل دی چې  هغه ئې وغواړي ؛الابِاذنه؛

د ؛کرسی ؛ عبارت  باید کوم جسماني تصوَر ونه لري  ، چې مثلا خداي تعالی کوم تخت لری چې  پرې ناست دی ،بلکې د ستر مفسَر علامه طباطبائي په وینا،کرسي د خداي تعالی د علم د مرتبو  یوه مرتبه ده . کرسي هماغه علم دی چې  هیڅ انسان ئې اندازه نشي کولی. دغه عبارت، پر مځکې او آسمان  او په مادي او غیر مادي علم باندې د هغه د مسلط کیداښودنه ده چې پر دوي ساتنه  او  او مسلط کیدا له خدای لره ده .  

لکه څنګه چې د  یَعلَمُ مابیَنَ اَیدیَهُم وَ  ما خَلفَهُم؛ پشمول  هم نامحدود علم بلل کیږي  چې  دکرسي له ټکي سره اړونده ده .دا هغه مقام دی چې اوسمهال او راتلونکی او ټول هغه شیان چې  په وخت ځاي او زمانې کې تیت پرک دي ، په یوځاي کې دي  او دا هماغه الهي علم دی چې  په کرسي سره تعبیر شوی دی .

تړلې خبرونه
captcha