ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې دطالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته ، امریکا سره د ځينو لویدیځي هیوادونو په چټي پلمو ددغه هیواد په ضد درندۀبندیزونه ولګول چې په افغانستان د انساني بحران په باب له خبرداریو سره سره تل د هرډول مرسته رسونې په وړاندې خنډ شوي دي . امریکا په همدې لړ کې دافغانستان کابو لس میلیارډډالرۍ شتمنۍ کنګل او مصادره کړي دي .
د پاکستان د خارجه وزیر مرستیالې میرمن حنا رباني کر خبرداری ورکړی ، له اقتصادي نظره به د افغانستان منزوي کول او ورباندې بندیزونو لګول ددغه هیواد داقتصاد دځوړتیا سبب شي .
میرمن رباني کر دافغانستان په جنګ کې د کابو درې ټریلیّن ډالري لګښت ته په اشارې سره زیاته کړې ، د امریکا له خوا د افغانستان دشتمنیو آزادول ضروري دي .
په عین حال کې د افغانستان د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي د سه شنبې په ورځې په افغانستان کې زلزله ځپلو سره د نړۍ د هیوادونو د رمستو پر ضرورت ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ، د افغانانو په ضد د امریکا بندیزونه په افغانستان کې د انساني ناؤرین د سختیدا لامل شوي دي .