ایکناخبری آژانس راپور راکړ، له دې مخکې د ؛سلام فرمانده معنوي او حماسي سرود د نړۍ په یوشمیر ژبو ژباړل شوی او نندارې ته وړاندې شوی ، چې په زیاترو سیمو کې ئې په لکونو خلک جذب کړي دي ، اوس دغه معنوي او حماسی سرود د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د لودي خیلو سیمې د یو شمیر ټولنیزو فعالانو په همت او زیار سره د ذاکر نجات علی په مشرۍ د سیمې د مومنانو او زده کونکو په وسیله نندارې ته وړاندې شوی ، چې د سیمې په خلکو ئې ډيرې معنوي اغیزې شیندلي دي .
د ؛سلام فرمانده ؛ په نامې سره حماسي او معنوي سرود چې په پښتو ژبې ژباړل شوی ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي .