IQNA

په اسلام اباد کې د لوي اختر په مناسبت ځانګړي امنیتی تابیاوې غوره کیږي

17:56 - July 05, 2022
د خبر لمبر: 3485960
ایکنا- (تهران)  د پاکستان دپلازمینې اسلام اباد پولیسو د لوي نیکمرغه اختر په ورخې د لمونځ ګوزارو د امنیت دساتلو لپاره ځانګړي امنیتی تابیاوې  اعلان کړې .

ایکناخبری آژانس د ډيلی ټایمز له قوله راپور راکړ، د پاکستان داسلام اباد پولیسو  وئيلي دي،د نیکمرغه قربانۍ اختر  په چټیانو کې  په عمومي ځایونو کې او همداراز په عبادتځایونو او نورو مهمو ودانیو کې امنیتی تابیاوې زیاتوي څو  دهرډول ناخوښې او کرغیړنې پيښې مخنیوی وکړئ شي .

 د اسلام اباد د پولیسو  مشر نصیر اکبرخان فرمان صادر کړی دی چې د هغه تر فرمان لاندې ځواکونه  د نیکمرغه لوي اختر په شپو ورځو کې په بشپړ ډول تیارسی دي .

 ددغه امنیتی پلان په اساس ، څه دپاسه درې زره پولیس، دنیکمرغه لوي اختر په شپو ورځو کې د احتمالی غلو دړکو  د مخنیوی لپاره د ښار په مختلفو برخو کې  دامنیتی دندو اوګزمو دترسره کولو ته تیار دي .   همداراز د نیکمرغه اختر په لمانځه  وخت کې د څه دپاسه نهه سوه جوماتونو  او پنځوسو امامباړو  امنیت هم پولیس اووسلوال رضاکار په کنټرول کې لري .

هغه ووئيل ،   پولیس به په مختلفو  سیمو کې ګزمې وکړي  او  دپولیسو  مسئولاان او کړئ به په مختلفو سیمو کې د قربانۍ دنیکمرغه اختر په لمونځ ګوزار کې امنیت تضمین کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4068571

captcha