IQNA

له ایران سره دعربستان ارتباط له صهیونیسټي رژيم سره له تعامله لازیاتې ګټې لري

14:44 - July 28, 2022
د خبر لمبر: 3486034
ایکنا-(تهران)د لویدیځي آسیا سیمې د چارو یو کارژپيژاند د ایران او عربستان ترمینځ دخبرو اترود سوئې د لوړتیا له امنیتی سوئې  تر سیاسی سوئې پورې د لوړتیا لپاره د محمد بن سلمان دغوښتې د مختلفو دلیلونو په بیانولو سره ووئيل؛ داسې ښکاري هغه دې موضوع ته متوجه شوی دی چېکه له ایران سره یوه تعامل ته وارد نشي،نو باید له صهیونییسټي رژيم سره  یوه تعامل ته وارد شي چې ډير زیات لګښتونه لري،نو ځکه د دواړو هیوادونوترمینځ دتاؤتریخوالي کمیدا ته هیله مند کیدلی شو.

د لویدیځي آسیا سیمې د مسئلو یو کارپيژاند اوشناندي حسین آجرلو له ایکنا خبری اژآنس سره په خبرو کې د ایران او عربستان د خبرواترو د څرنګیدا او د خارجه وزیرانو تر سوئې د لوړتیا لپاره د سعودي عرب د ولی عهد محمد بن سلمان دغوښتې، په باب ووئيل؛لوري هڅه کويدغه خبرې اترې تقریبا له امنیتي سوئې  تر سیاسی سوئې ورسیږي او دا داړیکو لوړتیا ښئ. ځکه اصولا امنیتی خبرې اترې،یو ډول پټې خبرې اترې وي چې دلا لوړې سوئې  دخبرواترو د زمینې او مقدماتو  د برابرولو لپاره وي او  همدا چاره دخبوراترود  پرمختګ ښودنه کوي . البته د ایران اسلامی جمهوریت له هماغه پيلهد دوواړخیزو او سیمه ایزو اختلافاتو د حل لپاره  په هرې سوئې   په خبرواترو  ټينګار کړی او تیاری ئې اعلان کړی ؤ خو سعودی لوري تر همداڅو وخته مخکې پورې،له هغو  ګټو سره سره چې ئې لري،ددې موضوع لپاره څه خاص ګروهنه نه ښودله.

آجرلو همداراز د عربستان له خوا ددغې ګروهنې د رامینځةکیدا د دلیلونو په باب ووئيل ، سیمې ته د ښاغلي بایډن  په سفر کې ددې شاهدان وو چې هغه  په سیمې کې د تاؤتریخوالي د ختمولو لپاره د عراق د رول ستانه کړې او  یو ډول ئې دا پیغام ورکړ چې پځپله دسیمې هیوادونه  پخپل مینځ کې د اړیکو مدیریّت وکړي.

امریکایان پر چین او ختیخي آسیا او ختیځي اوکراین باندې د تمرکز په خاطرپه دې اندیښمن دي چې که په لویدیځي آسیا سیمې کې  بحرانونه  له مدیریّته ووځي،اودپوځي ډغرو سبب شي، نو له لاسوهنې پرته او سیمې ته واردیدو پرته  او ده راز له ډیرو زیاتو لګښتونو ورکولو پرته بله چاره نشته  او دوي په دغه وضعیّت کې  دې ته هیڅ ګروهنه نه لري چې  داسلامی ایران  او عربو هیوادونو یا صهیونیسټي رژيم  او ایران ترمینځ په احتمالي جنګ کې وارد شي  او د دوي لپاره شرائط ترینګلي شي .

https://iqna.ir/fa/news/4073834/%D

captcha