IQNA

طالبانو د افغانستان په مزارشریف کې پر عزادارۍ بندیز ولګاوۀ

17:57 - August 07, 2022
د خبر لمبر: 3486077
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د حسیني عاشورا د عزادارۍ په آزادۍ سره د ترسره کیدا په باب د خپلو وعدو په خلاف د بلخ  ولایت په تیره بیا  په مزار شریف ښار کې دعزادارو لپاره  نوی محدودیّتونه اعمال کړي دي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،که څه هم طالبانو ددغې فیصلې دلیل امینتی مسئلې اعلان کړي،خو هغه څه چې مشخص دي،په تیر یوه کال کې پر شیعیانو باندې لازیاتې حملې دي چې په افغانستان کې د دغې ډلې قدرت ته له رسیدا راهسې په جوماتونو او امامباړو باندې شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د حسیني عاشورا د عزادارۍ په آزادۍ سره د ترسره کیدا په باب د خپلو وعدو په خلاف د بلخ  ولایت په تیره بیا  په مزار شریف ښار کې دعزادارو لپاره  نوی محدودیّتونه اعمال کړي دي.

دافغانستان د بلخ ولایت د پولیسو ویندوي محمد آصف وزیري  نن په یولړڅرګندونو کې وئيلی دي،د افغانستان د کورنیو چارو او دغه راز د امر بالمعروف د چارو د وزارتونو د حکم په اساس، دعاشورا عزادارۍ دستورې  په چوکونو او سړکونو کې منع دی او خلک یوازې په جوماتونو او امامباړو کې عزاداری او ماتم کولی شي.دغه ممنوعیّت  په مزارشریف کې د امام علی سره منصوب روضه شریف  پشمول  د بلخ ولایت په درستو سیمو کې  اعمالیږي.

که څه هم طالبانو ددغې فیصلې دلیل امنیتی مسئلې اعلان کړي،خو هغه څه چې مشخص دي،په تیر یوه کال کې پر شیعیانو باندې لازیاتې حملې دي چې په افغانستان کې د دغې ډلې قدرت ته له رسیدا راهسې په جوماتونو او امامباړو باندې شوي دي.

داپه د اسې حال کې دي چې هرکال د حسیني عاشورا دستورې   په مزارشریف کې د لسګونو زره خلکو په غونډيدا سره ترسره کیږي او تیر کال  په دغه ځاي کې څه دپاسه یولک عزادارو په دغه ځاي کې د ویر او ماتم  لپاره  غونډشوي وو.

 له دې سره په یووخت د افغانستان  دهرات ولایت امنیتی مسئولانو د حسینی تاسوعا او عاشورا په دستورو کې د عزادارو د امنیت پر تامینولو ټينګار کړی  او وئيلی ئې دي ، پولیس د تاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کې  په جوماتونو او تکیه ګاهو کې امنیتی حالات په دقت سره څاري .

د هرات د پولیسو  ویندوي محمود شاه رسولي پرون وئيلي  دي ، امنیتی ځواک له  وقفې پرته،دمحرم دعزادارۍ د شپو ورځو تر پاي پورې  دهرات ولایت  دامنیت د تامینولو لپاره هڅه کوي او مونږ له خلکو هم غواړو چې له دوي سره هرډول ملګرتیاوکړي او که کوم مشکوک موردونه وګوري ،نو حتما امنیتی ځواک ته اطلاع ورکړي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i119456

captcha