IQNA

جنایتکار صهیونیسټي رژيم د مقاومت د توغندیو د زغم وس نه درلود

7:54 - August 08, 2022
د خبر لمبر: 3486079
ایکنا-(تهران) د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله ددې خبرې په کولو سره چې اسرائيلو د مقاومت د توغندیو د زغملو نور وس نه درلود ووئيل؛مقاومت ثابته کړه چې دخپل ملت دملاتړ او د مخه نیونکو معادلاتو دپیاوړتیا جوګه دی.

ایکناخبری آژانس دالمیادین له قوله راپورراکړ،د لبنان دحزب االله ولسی غورځنګ  عمومی منشي بیګا د محرم الحرام دغمجنو شپو ورځو په دستورو کې ووئيل،روښانه او څرګنده ده چې اوس دا اسرائیل دي چې په اوبند پسې شي،ځکه نور د لازیاتو توغندیو زغم نه لري او دمقاومت توغندیو د اور بند موافقې  منلو ته صهیونیسټي رژيم اړ کړی دی.

سید حسن نصر الله ووئيل،د فلسطین د ځواب ورکولو پر شجاعت ټينګار کوم،ځکه چې که  دالجعبری شهید ترور بې ځوابه پاتې وائ،نو جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم  دغه کار ته دوام ورکاوۀ.

   هغه ووئيل، په فلسطین کې مقاومت دلبنا ن په شان وتوانید، دخپل ملت دفاع وکړي او  په ملاتړاو مخه نیونې او پر صهیونیسټي دښمن د خپلو شرطونو په تپلو کې  نوي معادلات اثبات کړي.

د سید حسن نصر الله خبرې له دې وروسته بیانیږي چې بلاخره د مقاومت توغندیو له دې وروسته چې د نیواکي ټاټوبو له اوسیدونکو ئې امنیت سلب کړ، تیریګر صهیونیسټي رژيم  د اور بند موافقې منلو ته اړ کړ.

 د اور بند دغه موافقه  د شپې مهال یولس نیمې بجې د مصر په مینځګړیتوب سره  اجرائي شوه .

https://iqna.ir/fa/news/4076710/اسرائیل-

captcha