IQNA

په غزې کې د شهیدانو شمیرد ۱۵ماشومانو پشمول ۴۳تنو ته ورسید

8:06 - August 08, 2022
د خبر لمبر: 3486081
ایکنا-(تهران) په لبنان کې د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  استازي احسان عطابا پرون ناوخته ټيڼګار وکړ،صهیونیسټي دښمن د مقاومت دتوغندوي او راکتي حملو  په سبب  په لړزانه وضعیّت کې دی او ثالثان هڅه کوي ،دغه جنایتکار رژيم وژغوري،ځکه  دغه رژيم نور د مقاومتي توغندیو د زغملو توان نه لري

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د فلسطین په غزې کې د روغتیائی وزارت چارواکو بیګا په یوې خبرتیا کې ووئيل، د صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو کې  دشهیدانو شمیر ۴۳کسانو ته ورسید چې په دوي کې پنځلس شهیدان ماشومان دي.

په راپور کې وئیل شوي دي چې  په دغو یرغلونو کې د تپیانو شمیر هم درې سوه پنځلس تنو ته رسیدلی دی.

داپه داسې حال کې دي چې پرون مازدیګر هم د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم جنګی الوتکو د غزې تړانګې ځيني سیمې سختې بمباري کړي دي.

د صهیونیست رژیم  ددغو بې آمانه حملو په ځواب کې د فلسطین مقاومتي ډلو  هم په نیواکي ټاټوبوکې  د تل ابیب  او بن ګوریّن هوائي ډګر پشمول په صهیونییسټ میشته ښارونو او ښارګوټو  څه ډپاسه شپږ سوه توغندي وویشتل چې د صهیونیسټانو خوبونه ئې ورک کړي دي.

داپه داسې حال کې د ي چې په لبنان کې د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  استازي احسان عطابا پرون ناوخته ټيڼګار وکړ،صهیونیسټي دښمن د مقاومت دتوغندوي او راکتي حملو  په سبب  په لړزانه وضعیّت کې دی او ثالثان هڅه کوي ،دغه جنایتکار رژيم وژغوري،ځکه  دغه رژيم نور د مقاومتي توغندیو د زغملو توان نه لري .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i119486

captcha